ټولې خبرې مې غزلې او سندرې شولې
چې مې د زړه د پرهر څړيکې ژبه ورې شولې
دسرې خولګۍ ښېرې دې خداى راته دعاوې کړلې
دسرې ماشينې مرمۍ سپينې ملغلرې شولې
مومن نظر مې ترېنه تورو، تورو غروته وخوت
چې تورې ، تورې سترګې ستا ورته کافرې شولې
د بڼو غشي دې غرور کړل بې اغېزه او که
زما د تن جامې د صبر په ځواک زغرې شولې؟