2020-09-21
غمونه ډير دي را په غاړه ګرانه ځار دې شمه
مه ځه چې نيم يې کاندو دواړه ګرانه ځار دې شمه
ماڼۍ دې اور واخلي،محل دې ورسره لمبه شي
خپلې جونګړې باندې وياړه ګرانه ځار دې شمه
راځه چې نن د نن په رنګ شو،دسبا په فکر
پرون ګڼه توکړې ﻻ ړه ګرانه ځار دې شمه
د هر څه هر څه دکانونو مالک مه هېروه
زړګيه خداى(ج)ځينې يې غواړه ګرانه ځار دې شمه
راځه د ورک ارمان موندلو پسې ملا وتړو
ﻻړه بلا زما نه ﻻړه ګرانه ځار دې شمه
الله(ج)دې هر ځاى کې لره د بد مرغۍ له غرمو
سر باندې شنه ونه وﻻړه ګرانه ځار دې شمه
ګله پر تا به پردۍ دښته شي ګلزار،ګلزار،خو
زما د زړه باغچه شوه شاړه ګرانه ځار دې شمه
زه شيرين زوى که کچکول دروړم نو ديدن به غواړم
د چم په سپيو مې مه داړه ګرانه ځار دې شمه
پورتنى غزل مې دخپل کشر وروردسفرپه وخت ليکى