غزل

2020-09-21

د مخ ګلاب لاهو کوي، څومره ساده دی جـــــــــــــانـــــــان
بیا مرغلرې تویوي ، څومره ساده دی جـــــــــــــانـــــــــــــان
زلفو نه غرونه سازوي، څومره اوښیار دی جـــــــــــانــــان
بیا یې په یو مخ نړوي، څومره ساده دی جـــــــــــــانــــــان
جنت د مخ ، ادا د حورو ، یـــــــــوه بـــــــــــــله دنــــــــــــــیا
د سترګو رپ کې ړنګوي، څومـــــــــــره ساده دی جانان
څومره ازار د لېونو ، څومــــــــره ښـــــــــــــــېرې د زلمو
څومره کورونه ورانوي، څومره ساده دی جـــــــانـــــان
د دې  زمزم ، زمزم  ښایست او زمـــــــــا تـــــــــږی نظر
چې نور یې  چاته سپموي، څومره ساده دی جـــانــان
د دې جوزا،جوزا ښکـــــــــــلا او زمــــــــا مسته اروا
بیا لېونیان را پاروي، څـــــــــــومره ساده دی جانان
نه نظرونو کې کیسې او نه په سترګــــوکـــې جنګ
په نیمه ځان نه پوهوي، څومره ساده دی جــــانــان
بیا غزلونه ،بیا ټپې څومره اوزګار دی خـــــــــسرو
جانان په ځان مینوي، څومره ساده دی جـــــــانـان

ښاغلي خسرو سنګروال شعرونه - نور