مینې

2020-09-21

د کاوون توفاني د «مینې په نامه » شعر  په ځواب کې  

که له سپر غۍ نه لمبه جګه نه شوه ،

نودا د تیږو په ساړه ذهن کې ...

چا داسې شنه کړل ؛     

                       د لمبو فصلونه ؟ 
 

چا په سوزناکو کریکو ،

      هغه د تیږو زړونه ،

       ها د سارا ډبري ؛

        داسې کړل ویلې چې ترې

           دسپیرو شګو خړ سیلاو جوړ شو ؛

داسی سیلاو چې ئې دنیا ټوله په مخ و اخیسته ،

داسې سیلاو  ته

      د پای ټکی یوه اوښکه نه ده ...

          او نه مرغی د هوا ؛

ښکلې، ځلانده  ،بې بهایه مرغلره ده دا ...

پام چې بې قدره ئې نه کړﺉ !

دغه آبداره مرغلره به  دوچو ونو بیخ اوبه  کړی

په مړو شاخونو او نودو به ئې ګلان خپاره کړی

           یو ګڼ ځنګل به شي شین ،

          کړي به بادونه مهار ؛

د تبر ژبه به له څټه ووځي ،

په هره څانګه کې به ځانګي د ګلونو ګیډۍ ،

او د مرغانو ځالي

بیا به  ددنګ غره د تیغې  له اړخه

        د شنه ځنګل په لوري ،

      د ژوندانه په ولو ،

          د لمر زرینې او وریښمینې پلوشي والوزي ،

او دا د باد او دباران کنډواله ،

دا دسیلیو ژوبل ،ژوبل محل ،

  به بیا زمونږ د آرمانو کلی شی .

دغه شین سترګی اسمان ،

                 که نن ونه  ژړل ددې کلي او باغ په حالت ،

سبا به شین شی له خندا نه  ...

                             د تا سرو ګلو ته !  

۲۰۰۶/۲/۲۳