ځانمرګي بريدونه

2020-09-21

ستاپه نازک وجود لمرهم پېټى وو ګران ملګريه

 

زماګلاب ملګريه اورکې بنديوان ملګريه

 

 

*****

 

تاته که ګل وطن کې ډارغاپي اومرګ غاپي

 

ته هم داومنه چې زه هم په قرارنه يمه

 

منمه دوه خروړي سپي درپسې غبرګ غاپي

 

خوزه دې هم له غمه يوه شيبه اوزګارنه يمه

 

ستادسرويره په مادومره شي غالبه اشنا

 

راباندې هېرکړي ټول غمونه دخپل ځان ملګريه

 

 

زماګلاب ملګريه اورکې بنديوان ملګريه

 

 

**********************

 

 

له نااشنا نمبرچې کله راته زنګ راشي

 

شم ورخطا زړه مې دې پښوترتلو وښويږي

 

نوربه نوڅه وايم کټ مټ لکه په سيند کې مېږى

 

چې پرې ولاړوي له هغوخځلووښويږي

 

خداى مې په رګ ، رګ کې داڅنګه اضطراب کرلى

 

راځنې اخلي دا دڅه شي امتحان ملګريه

 

 

زماګلاب ملګريه اورکې بنديوان ملګريه

 

 

**********************

 

 

اوس د پخوا په شاني مست بلا پسې نه يمه

 

اوس هره ورځ دنوي چاپ اخبارسرټکي ګورم

 

چې دځانمرګي بريد تصوير په تلويزيون کې راشي

 

تمامه شپه دې د يادونو اور ورکي ګورم

 

په خبرونوپسې ستنه دراډيوګرځوم

 

دهرساعت نوي خبرته وم پرېشان ملګريه

 

 

زماګلاب ملګريه اورکې بنديوان ملګريه

 

 

**********************

 

 

زما دې روح په ښاريه کې هم اوس امن نشته

 

که ستا دښار په څلورلارې کې بمونه چوي

 

وحشي بلاوې هلته ستا په ښارکې وغړمبيږي

 

دلته زما دماشومانو هيلو زړونه چوي

 

اوس چې ډولۍ تېريږي ماته جنازه ښکاريږي

 

دې ډاله غږ اورم دبم د غږ په شان ملګريه

 

زماګلاب ملګريه اورکې بنديوان ملګريه