د زړه خبره

2020-09-21

بــیـا دې يــادونـــو زمــــزمـــــــــــــه کــړې ده
ځـکـه فــکــرونــو مـې لــمـــــــــــبـه کــړې ده
 
چـې پــه ګــودر کــې دې یاد کـړی یـــــــمـه
دغـه پــښـتـو دې څـومـره ښـه کـــــــــړې ده
 
 د کـلـي جــونــه مـې پــه دار خــــــــــېــژوی
نــن ئــې جـرګـه پـه دیــــوالـه کـــــــــــړې ده
 
دا ســتـا پــه ســر زمــا نــادانــــــې مــیـنـې
مـــا د هــــر چــا ســره پــتــنـــــــه کــړې ده
 
اوس به په خوب کې هم چـیـچي غاښونه
مــا ورتــه بـیا هــــــــاغـه قــیـصه کــړې ده
 
خـــدائ خـــبـر ولـــــــــــې ده راغــلـې خــنـدا
تــا چـې غــصه پــســــــــــــې غــصه کــړې ده
 
لایـــقـه زه تـــرې هـــېـرېـــــــــــــدلــی نــه شـم
دغـــه خــــــبـــــــره راتـــه زړه کــــــــــــــــړې ده