ګلبدن ( نظم )

2020-09-21

تــــــــن مــــــې نـــازک دی یــــاره ډیره نازولی یمـــه

ماتــــــه له ګلـــــو جامې جوړی کړه چه ښکللې یمه

 

په غلا چې نیسي راتـــــه لارې

ډیر ویریدلې مې له پلار ئې

جرګــه رالیـــــږه که مــــــې یار ئـــــې

یمه خبره چې دې مور درته ستایلې یمه

 

مــــاتــــه له ګلو جامې جوړې کړه چې ښکللې یمه

 

زه پښتنه دروهـــــــستـــــــان یـــــــم

ښکلـــــې وږمه دکوهستان یـــــــــــم

دوفا نښــــه پـــــه جــــــهــــــان یـــــــم

ټوله  حیایمه جانان ته چې منلۍ یمه

 

ماتـــه له ګلو جامې جوړې کړه چې ښکلې یـــمــــــه

 

یاره که پــلار په نوم کړم تــــــــاتـــــه

نــذر په وړم شینکي بــــــــابـــــا تـــــه

بیـــــــــــا به دې غیږ کې شم راماتــــــه

که ته چنار ئې زه هم څانګه دګلولې یمه

 

ماتــــــه دګلو جامې جوړې کړه چې ښکلې یمــــــــه

 

دباران څاڅکي په مـــڼــو وګــــــوره

خـــــولې زما په اننــګو وګــــــــــــوره

بل مې پیزوان په شونډو سرو وګوره

لکه دلمر شغله په باغ کې ځلیدلې یمه

 

ماته له ګلو جامې جوړې کړه چې ښـــــکلې یمــــــه

 

ننګه  اوس راشه که مــــې ویــــــــنــــــې

زړونه شول تور وینې شوې سپینــــــــې

څنګه برباد شوی کــــــیسې دمینـــــــــــې

دزمانې نادودو رنګ په رنګ سیزلې یمه

 

ماته دګلو جامې جوړی کړه چې ښکلې یمه

اپریل 2005

دنمارک