غزل

2020-09-21

له زمکې تر اسمانه سلسله خو به پکاروي
د اور او اوبو مينځ کې څه رشته خو به پکاروي


نور خير د چانه ، نه غواړو په خپلو مټو پايو
يارانو ! ماتول دغه کاسه خو به پکاروي


راځئ چې کرکه پرېږدو او د مينې بنجاريان شو
هو شونډو د جانان ته دنداسه خو به پکار وي

دنيا پسې په منډه او مولا نه يې په څنډه
اخر مسلماني ده نو سجده خو به پکاروي


ژړادچا ميراث نه دى چې تل دې ورسره وي
د غريو نيولو خلکو دلاسه خو به پکاروي


چې واړه پښتانه په يو مرکز سره راټول کړي
يو ښکلى پيغمبر يوه کعبه خو به پکاروي


هيڅوک بيچاره نه لري بس مونږته دى راپاتې
( عامر) بيګا مړشوى جنازه خو به پکاروي