2020-09-21
ياران مې ترۍ تم دي او زيړى مازيګرى دى
غمونه مي لږ کم دي او زيړى مازيګرى دى
اى ښکلې پرديسي ده نور مې دوه لاسونه تش دى
ستا زلفې پيچ او خم دي او زيړى مازيګرى دى
دې ښا ر کې دا څو کسه لږ د نورو نه بدل دي
د مينې په تور ګرم دي او زيړى مازيګرى دى
يو د ا سې تما شه ده لو پټې لو پټې ښکا ر ي
ګلو نه د شړ شم د ي ا و زيړ ى ما زيګر ى دى
ز ر ينې پلو شې پا س له ا سما نه را و ر يږ ي
يا د ونه د صنم د ي ا و زيړى ما زيګر ى د ى
د دور د حالاتو عکا سي څه په دې رنګ ده
زمونږ زړونه قلم دي او زيړى ما زيګرى دى