غزل

2020-09-21

دتخنيک په وزرونو چې سنبال شوم
د هنر له نړۍ ووتم کنګال شوم


سجده کوم يو خواته وکړم قبله نشته
اذان نه راځي نو بيا څنګه بلال شوم

پرښتې غوندې يو کس ښکنځلې وکړې
دنړۍ په سر اول ځلې ملال شوم


ګل او ته او دا سپرلى راته مسکي دي
بيا نو ولې په طلب د ذوالجلال شوم


هغه نور دي چې زما په لاس زرغون شول
هغه زه يم چې حيران پاتې کولال شوم


اشنا زړه دې د نفرت يو زېرمه تون دى
مريض ته يې خفه زه دا ستا په حال شوم


ښاپيرۍ د کوه قاف په ځان پسې کړم
کلي وال ومه ، خو لاړم نړيوال شوم


عامر جانه موسمونه داسې راغله
سنګ پارس  وم پېښور کې زه زغال شوم