د تور زېړي نښې، د لېږد لارې، مخنيوی او درملنه یې

د تور زېړي نښې، د لېږد لارې، مخنيوی او درملنه یې


  • 2 ورځي دمخه (24/06/2025)
  • پوهنیار ډاکټر فضل حلیم عرب‌زی
  • 29

 

 

تور زېړی عموماً د هېپاټایټس بي (Hepatitis B) وايروس له امله رامنځته کېږي چې لاندې نښې نښانې لري: 

 

د تور زېړي نښې: 

زیاتره ناروغان هېڅ نښې نښانې نه لري، په تصادوفي ډول يې ناروغي تشخيص کېږي، مګر ځينې ناروغان بيا لاندې نښې نښانې لري: 

 

۱. ژېړی –  په پرمختللي زېړي کې په سترګو او  پوستکي کې ژېړوالی ليدل کېږي

۲. د ګېډې د ښي اړخ په پورتنۍ برخه کې درد خاصتاً د ځیګر په ساحه کې

۳. د زړه بدوالی او کانګې کول

۴. ستړیا او په بدن کې د کمزورتيا احساس لرل

۵. د اشتها کموالی – خوراک ته زړه نه کېږي

۶. د بندونو یا عضلو دردونه

۹. مړه تبه لرل– په ځینو کسانو کې موجوده وي

۱۰. خارش – کله کله د بدن خارښت هم پیدا کېږي

 

د تور زېړي د انتقال لارې:

 

۱. د وینې له لارې:

  هغه وخت انتقالېږي کله چې د تور زېړې لرونکي کس وینه بل کس ته ورکړل شي د وینې ورکولو پر وخت بايد وينه د تور زېړې لپاره معاينه شي

 

۲. د ستن یا سيرنج شريکولو له لارې:

 که د ناروغ کس ستنه یا سيرنج بل کس وکاروي دا وايروس  انتقالېږي. دا ستونزه زیاتره وخت د نشه‌يي موادو کاروونکو کې لیدل کېږي چې نشه يي مواد د ستنو له لارې يو له بل سره شريکوي

 

۳. جنسي تماس له لارې:

 که یو څوک د تور زېړي وايروس ولري او له بل کس سره غېر محفوظ  جنسي تماس ولري، نو وايروس انتقالېدای شي.

 

۴. له مور څخه ماشوم ته:

 که یوه ښځه تور زېړی ولري او حامله شي؛ نو امکان شته چې ماشوم ته دا وايروس د زېږون پر وخت انتقال شي.

 

۵. شخصي توکي شریکول:

 که د یو ناروغ کس نوک تراش، د غاښونو برش، یا نور شخصي وسايل بل کس وکاروي او پر وسایلو د وینې ذرات موجود وي، د دې امکان لري چې تور زېړی بل کس ته انتقال شي.

 

دا وايروس د خوراک، لاس ورکولو، ښکلولو، پرنجۍ، ټوخلې یا مچې کولو له لارې نه انتقالېږي.

 

د تور زېړي د انتقال مخنیوی په لاندې ډول کېږي:

 

د Hepatitis B واکسین وکړئ.

 

ستن، سرنج او نور تېره وسايل له روغ کس سره  بايد شريک نه‌شي يعنې روغ کس يې بايد استعمال نه‌کړي.

 

د وینې ورکولو او ترلاسه کولو پر وخت ډاډه اوسئ چې وینه پاکه او ازمويل شوې وي.

 

د جنسي تماس پر مهال بايد محافظتي وسايل وکارول شي، لکه کانډوم.

 

د مور څخه ماشوم ته د انتقال د مخنیوي لپاره، باید ماشوم ته د زېږون پر وخت واکسین ورکړل شي.

 

د تور زېړي درملنه

هغه کسان چې فعاله تور زېړی ولري لاندې درمل ورکول کېږي: 

 

1. Tenofovir disoproxil fumarate (TDF) –  تر ټولو زیات کارېدونکی، خورا مؤثر ګڼل کيږي

 

2. Entecavir (Baraclude) – 

                          د بډوډو ناروغانو لپاره ښه انتخاب

 

3. Tenofovir alafenamide (TAF) –

                  نوي درمل دي جانبي عوارض يې کم دي

 

د تور زېړي هغو ناروغانو ته درمل نه ورکول کېږي چې غير فعال زېړی ولري، یعنې کم شمېر وايرسونه ولري او ځګر يې نه وي زيانمن شوی.