خبرونه

ناروې له افغانستان سره څه باندې څلور میلیونه ډالره مرسته وکړه

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی اماني صندوق وایي چې ناروې له افغانستان سره ۴،۲۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. یاد صندوق پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا پیسې به د حیاتي خدمتونو د زیاتوالي او د اوږدمهاله ملاتړ لپاره ولګول شي. دا په داسې حال کې ده چ...

اروپایي ټولنه: افغانستان کې له کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کوو

اروپایي ټولنې ټینګار کړی چې په افغانستان کې له کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کوي. په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ښځو په مشرۍ کوچني کاروبارونه د افغانستان اقتص...

روان کال له یو میلیون زیات افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي

  د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وایي چې په روان میلادي کال کې له یو میلیون زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د یوناما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې بشري بحران چې د نړیوالو مرستو کمېدو او وچکالۍ ل...

پنجاب کې د سختو ورښتو له امله لس کسان مړه شوي

په پنجاب کې د سختو ورښتونو له امله لږ تر لږه لس کسان مړه شوي دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پنجشنبې په ورځ ( د چنګاښ ۵مه) سخت ورښتونه په پنجاب کې د دېوالونو چپه کېدو او د ځینو کورونو چت پرېوتو، د سېلابونو بهېدو او د ټرافیکي پېښو لامل شوي...

متقي: اسلامي هېوادونه دې د بندیزونو د لرې کولو لپاره هڅې وکړي

د بهرنيو چارو سرپرست وزير، امير خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان له غړیو هېوادونو غوښتي چې پر سرپرست حکومت د لګول شويو سياسي او اقتصادي بندیزونو د لېرې کولو لپاره له خپل ټول نفوذ څخه کار واخلي. متقي د يکشنبې په ورځ (د چنګاښ لومړۍ نېټه) په ترکيه کې د...

سرپرست حکومت د ايران پر اټومي تاسيساتو د امریکا بريدونه غندلي

سرپرست حکومت پر ايران د امریکا وروستي بريدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول بريدونه د ستونزو په حل کې هېڅ مرسته نه کوي. د سرپرست حکومت د وياند مرستيال، حمدالله فطرت دغه بريدونه د ايران د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ښکاره نقض بللی دی.  فطرت ټين...

په سوریه کې ځانمرګي برید ۲۲ تنه وژلي

په سوریه کې د يوې کليسا دنننه په ځانمرګي برید کې ۲۲ تنه وژل شوي دي. د سوریې د کورنيو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې د يکشنبې په ماښام (د چنګاښ لومړۍ نېټه) د داعش ډلې يو ځانمرګي بريدګر د دمشق ښار په مار الياس کليسا کې لومړی پر خلکو ډزې وکړې او...

تېره میاشت د ۱۵ جبري ودونو او په بدو کې د نجونو له ورکړې مخنیوی شوی

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د دې وزارت محتسبینو په تېره یوه میاشت کې د لسو جبري ودونو او په بدو کې ورکړې د پنځو نجونو له ورکړې مخنیوی کړی دی.  د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې میاش...

پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې ۲۶ فلسطینیان وژل شوي

پر غزې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو په بریدونو کې ۲۶ فلسطینیان وژل شوي دي.  وفا خبري آژانس راپور ورکړی چې له دې ډلې ۱۱ تنه هغه فلسطینیان دي چې د غزې د بشردوستانه مرکز مخته د خوړو مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو. له بلې خوا، د غزې په جنو...

د افغانستان په ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی

د اوبو او انرژۍ وزارت د افغانستان په ځینو سیمو کې د سیدونو د اوبو کچې لوړېدو او سېلابونو راوتلو د احتمال خبر ورکړی دی. د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د چنګاښ له لومړۍ ڼېټې څخه تر درېیمې پورې په کابل او پنج‌آمو سیندیزو حوزو...