په پنجاب کې د سختو ورښتونو له امله لږ تر لږه لس کسان مړه شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پنجشنبې په ورځ ( د چنګاښ ۵مه) سخت ورښتونه په پنجاب کې د دېوالونو چپه کېدو او د ځینو کورونو چت پرېوتو، د سېلابونو بهېدو او د ټرافیکي پېښو لامل شوي دي.
روغتیایي چارواکي وایي چې په دې پېښو کې نږدې ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د پنجاب ځایي چارواکي چې ورښتونه به د جولای تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي.
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې موسمي ورښتونه هر کال د لسګونه تنو ژوند اخلي.