روان کال له یو میلیون زیات افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي

روان کال له یو میلیون زیات افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي


  • 4 ساعته دمخه (27/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 38

 

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وایي چې په روان میلادي کال کې له یو میلیون زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د یوناما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې بشري بحران چې د نړیوالو مرستو کمېدو او وچکالۍ له امله سخت شوی، د دغو افغانانو راستنېدو لاپسې پراخ کړی دی. 

له دې سره هم‌مهاله، د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د روان میلادي کال د جون له ۱۵مې تر ۲۱مې ۱۲۷زره ۶۴۲ افغانان په جبري یا دوطلبانه ډول له ایران او پاکستانه څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو په وار، وار له پاکستان او ایران غوښتي چې د کډوالو جبري اېستل ودروي او اجازه ورکړي چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.

خو دغو دواړو هېوادونو تر اوسه دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او په وروستیو ورځو کې یې د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه کړې ده.