اروپایي ټولنې ټینګار کړی چې په افغانستان کې له کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ښځو په مشرۍ کوچني کاروبارونه د افغانستان اقتصتادي پراختیا لپاره ډېر مهم دي.
سرچینه زیاتوي چې اروپايي ټولنه له نړیوالو ادارو سره په همکارۍ راستانه شویو او افغان ښځو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیل، پرمختګ او د کارموندنې په برخو کې مرسته کوي.
د یادونې وړ ده چې اقتصادي کارپوهان د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ، د افغان کورنیو د اقتصاد د ښه والي لپاره ګټور ګڼي.