افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی اماني صندوق وایي چې ناروې له افغانستان سره ۴،۲۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
یاد صندوق پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا پیسې به د حیاتي خدمتونو د زیاتوالي او د اوږدمهاله ملاتړ لپاره ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د نړیوالو مرسته کچه د پام وړ کمه شوې ده.
په افغانستان کې ډېری نړیوال مرستندویه بسنټونه وایي چې د بودیجې د کمښت له امله نه شي کولای ټولو اړمنو ته رسېدنه وکړي.