افغان او پاکستاني چارواکي د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلي

افغان او پاکستاني چارواکي د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلي


  • 12 ساعته دمخه (27/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 66

افغان او پاکستاني چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټیکو د پیاوړتیا په اړه غږېدلي دي.

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان سفارت له سرپرست سردار احمد شکېب او په کراچۍ کې افغان سرقونسل عبدالجبار تخاري سره کتلي دي.

صادق زیاتوي چې په دې کتنه کې دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اسانیتاوو، د افغان سوداګرو پر ملاتړ او پاکستان کې پر زده‌کړو بوختو محصلینو پر وضعیت خبرې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت په تېره غبرګولي میاشت کې اعلان وکړ چې په کابل کې د خپل شارژدافیر کچه سفیر ته لوړوي. 

په ورته وخت کې سرپرست حکومت هم په متقابل اقدام کې په پاکستان کې د خپل ډیپلوماټیک حضور کچې سفیر ته د لوړولو خبر ورکړ.