په بېجېنګ کې د سرپرست حکومت سفیر بلال کریمي له بهرنیو پانګوالو غوښتي چې افغانستان ته راشي او له شته فرصتونو څخه په ګټه اخیستنې پانګونه وکړي.
په بېجېنګ کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې کریمي په چین کې د ټرانس همالیا فورم په پنځمه غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.
نوموړي ډاډ ورکړی چې سرپرست حکومت د بهرنیو پانګوالو د امنیت تامین ته ژمن دی.
د هغه په وینا، افغانستان اوس د ثبات او اقتصادي ودې نوي پړاو ته داخل شوی او پانګونې او سیمهییزې همکارۍ هرکلی کوي.
د یادونې ده ګې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې، د چین په ګډون د یو شمېر هېوادونو پانګوالو د افغانستان د کانونو، ټرانسپورټ، انرژۍ او نورو برخو کې پانګونې کړې دي.