دمیرمن کلتورې ـ ټولنیز بهیر دډریمې داوونیز ې غونډې رپوټ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نجیـبه زمان
  • 1235

دمیرمن کلتورې ـ ټولنیز بهیر د ١٣٨٩ کال دریمه اونيزه غونډه  تېره شنبه د وري میاشتې  په (   ۲۱    ) نېټه د کابل د پوهنې د وزارت په تالار کې د پاک الله په سيېڅلي کلام پيل شوه . آغلې ساهره شریف د غونډې دریاست او عزیزه افغاني د منشی توب او اوږۍ امیل یې د ستیج چارې پر مخ بیولې.
دغونډې میلمنې دلوګر ولایت له یوه کلي څخه راغلې شاعره او لیکواله آغلې خدیجه او شکریه وې.
غونډه چې د غرمې پر دوه وو بجو پيل شوه،ډیره برخه یې درڼامشاعرې له پاره دکمیټو دجوړیدا اوپه کاری ګروپونودبهیر دغړیو ویش دکاردویش اوښه پرمخ بیولو لپاره ځانګړې سوې وه، خو مخکې تردې  د آغلې ستورۍ معارج په دغه شعرکره کتنه وسوه ،چې د شعر مطلع داسې وه : ستورۍ معارج ستانکزۍ

غزل

زه ستړې شوې یم ساقي، لږ څه سکون غواړمه
دا ویده عقل را بیدار شو، اوس جنون غواړمه
 
اوس دم په دم پیالې رالیږه، بدل مه غواړه ته
ستا د کرم د ریښتنوالی دا آزمون غواړمه
 
تقدیر می پاک کړه بیا له سره یو څه ښه ولیکه
ستا د ازل په ډرامه کې دا بدلون غواړمه
 
چې د نیکي او د بدی حساب تر منځه نه وي
او سر تر پایه ګټه زما وي دا تړون غواړمه
 
سترګې بینا دي خو تیاره ده هیڅ لیدلی نشم
چې لمر بیا و نه لویږي ، هسې سباوون غواړمه
 
د ژوندانه تصویر ده سور: وینه، ځیګر او منی
زه یې اوبه ، چینه، سپرلي غوندې زرغون غواړمه
 
د ژوند په لاس ټوټه ټوټه شوم له پښو وغورځیدم
ای مرګه راشه رغول غواړم ، سمون غواړمه

پر شعر کره کتنه پیل سوه.
په پیل کې وږمه فضلی خپلې څرګندونې داسې پیل کړې:
 په ټولیزه توګه ښه شعر و،خوداچې شعرکره کتنې ته وړاندې کیږې ،ښه به داوې چې ټولې خوندې تظروړاندې کړې ،
هغې وویل دشعرسیلابونه پوره نه وه ،په لومړې بیت کې د(ډبر)پرځاې (زه ) داسې ښه به وې .
همدارنګه آغلې سولې نیازۍ او مرضیې امین د زه توري پرځاې د نور توري بر برسیره کولو تاکید وکړ.
نور ستړې شوې یم ساقي، لږ څه سکون غواړمه
دغه راز دشعر دنورو برخو په اړه آغلې هوسۍ وفا،نعیمې غني،جمیلې ساپۍ،پاریسې خزان او نورو خویندو خبرې وکړې او شعر یې په مجموع په لږ تغیراتو راوستلو سره مثبت ارزیابي کړ.
دهغه نه وروسته دمیرمن بهیر په کارې فعالیتونو خبرې وسوې ،آغلی ساهره شریف وویل چې باید دراتلونکې پنځه کلونوله لپاره کارې پلان جوړسي ،همدارنګه د غونډې په   ترڅ کې درڼا مشاعرې دجوړیدالپاره داسې وړاندیزونه وشول:
هغه میلمانه چې ولایتونو څخه دغې غونډې ته (رڼا مشاعره یا غونډه ته )راځې هغوې باید خپل کلنې راپوروړاندې کړې .
او همدارنګه ددغې غونډې دلاښه تنظیم لپاره کارونه په دې ډول وویشل سول چې داسې دي
-درسنیو د خبرولو مسولیت ،سوله نیازې ،وږمه فضلې ،ستورې معارج ،اوږۍ امیل ته وسپارل شوه ، دغونډې دتدارک غړې ،ساهره شریف ،نجیبه آشنا ،هوګې امیل ،صحابه خروټې ،وټاکل سوې ،
دغونډې ددارالانشا په برخه کې ،وږمه فضلې ،مرضیه امین،جمیله صافۍ ،ستورۍ معارج ،وټاکل سوې ،
دپروجکتوراوتخنیکې موادوچمتوکول ،ځیرک اوسولې
کمپیوټراوپرنټرله پاره راحله نورې اوابراهیمې ،
دعکس اوفلم اخیستلو په برخه کې هوګې امیل وټاکل سوه ،
په ویاندویانوکې لطیفه لالهاند ،پاریسه خزان اومینا نظرې وردګ وټاکل سوه ،
دمشاعرې برخې د پرمخ بیول لپاره نجیبه زمان اوبریښنا جانه ،
پرانیستونکې وینا په برخه کې ساهره شریف اودکلني رپوت ویلو په برخه کې صحابه خروټې وټاکل شوه ،
اوهمدارنګه دغونډې رپوټ لیکونکې هم ساهره شریف وټآکل شوه،
خوپاته دې نه وې چې ددې کال دوتلې شاعرې اولیکوالې دایوارډدبرابرولولپاره شاغلې اجمل تورمان مالې مرسته کوې ،درڼا مشاعرې دچمتووالي یوپلان په غونډه کې تصویب سو چې په راتلونکې غونډه کې به نورې خبرې هم پرې وسي.
په دغه غونډه کې دنیویارک ټایمز خبرنګاره لینزې عداریو اودهغې مرستیاله جمیله امامې هم برخه اخیستې وه.
ترڅو دافغان میرمنودکارونواوفعالیتونوڅخه په ځانګړې توګه دادب اوشعرپه برخه کې  نیوریارټایمز ته یوځانګړې راپورجوړاوخپوریې کړې .
اودهغه نه وروسته دغونډې ګډونوالو په وارسره خپل شعرونه ولوستل همدارنګه په غونډه کې له لوګر ولایت څخه راغلې میلمنې خور خپل څو شعرونه ولوستل چې دګډونوالو ډیر خوښ شول اوپه دې ډول دمشاعرې برخه هم پای ته ورسیده ،اودغونډې په پای کې دراتلونکې غونډی سرپرستې وټاکل سوې .چې په راتلونکې غونډه کې به نجیبه زمان اوګل مینه دغونډې سرپرستې په غاړه لرې.غونډه دغونډې مشر میلمه تکړه لیکوال محمد انور وفا سمند وارزوله.
په غونډه کې ((په کور یولیونی)) ناول او د((غږچینه)) دوفاسمندر صاحب نوي کتابونه او دازادي غږ راډیوله خوا چمتو سوي سوغاتونه دغونډې پر برخه والو وویشل سول.
په پای کې دمیرمن کلتورې ـ ټولنیز بهیر ځانګړی سوغات دلوګر ولایت له یوه کلي څخه راغلې شاعره او لیکواله آغلې خدیجې ته ډالۍ شو.
په دې غونډه کې دغو خویندو ګډون کړی و جمیلې وفا، ستورۍ سانیکزۍ، راحلې نوري، مینا نظري وردګ، پروین کونړۍ،ګلالی عمر خیل، لطیفه لالهاند، نعیمه غني،هوسۍ وفا،مدینې حکمت،مژده. رابعه ، صحابه مالک خروټې، پاریسه خزان، لطیفې،ساهره شریف ، شکریه،لیمې حافظ، یاسمین، عزیزه افغاني ،مرضیې امین،خدیجې، اوږۍ امیل، بریښنا ساپۍ، بصیره حمیدي،اروزوکبیري، نجیبه زمان ،ګل مینه یوسفزۍ ،جمیلې امامي.نظیفه نیازۍ  ،جملې ساپۍ،لطیفه، نجیبه آشنا او وږمه فضلي.
ياده دي وي چي د ميرمن بهيرغونډه دهرې شنبې په ورځ دپوهني وزارت په پنځم پوړكي ددي وزارت په كلوپ كي دماسپښين پر يوه نيمه بجه جوړيږي.