د افغانستان چارواکو ته یو پرانیستی لیک


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ډاکټر زهیر
  • 1225

دافغانستان ملي تلویزیون آیا ملي دی؟
دا یوه اونۍ کیږي چې دافغانستان ملي تلویزیون د ټول افغانستان تلویزیون ندی بلکی د یوه ولایت ، دیوې اولسوالۍ، د یوه کلی او ان د یوه تن تلویزیون دی احمد شاه مسعود یادوم چي په پرلپسې توګه د تلویزیون ټول پروګرامونو کښي د دې شخص د قهرمانیو چغې وهل کیږي. ښایی دا تن د څو تنو قهرمان وي ولې د ټول افغانستان لپاره ملي اتل نشي ګڼل کیدی . 
که چيرې د تلویریون یو پروګرام  ورته څانګړی شوی وای نو د هغو څو تنو د خوښۍ لپاره کافي وو.  ولې دا چې ان ادبی پروګرامونه هم ورته  ځانګړي شوي دي د ‌‌ډېرې خواشینۍ خبره ده.
بله د   خواشینی خبره دا چې ښاغلی زرېن انځور لوړه کړې وه چې دی به د رادیو تلویزیون ټول پروګرامونه ملي کوي، ولې نوموړي نه خو  ښاغلی نظري  ډیر ښه وو چې د ژبو توازن، د شخصیتونو توازن او د سیمو توازن خو یې لږ تر لږه په پام کې نیولی وه.
که چېرې ښاغلی زرین د ځان د صفاېې لپاره  دا خبره کوي  چې دا کارونه خو   رهین صاحب  کول،  خیر نو ته څوک  وې؟  که نور څه دې په  وس کې نه وه  استعفا خو دې پخپل واک کې وه.