وتړه مړوند په رومالونو


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بختيار تلاش
  • 1412

 د ځوان او خوږ غږي شاعر ښاغلي جعفر الماسلومړۍ شعري ټولګه ده ،چې په دې نږدې وختونو کې دمينه والو په لاس کې تر سترګو کېږي، دغه شعري ټولګه په ١٣٩٠ لمريز کال کې  په٢٠٠٠ کې د ښه کاغذ په لرلو سره  په نږدې١٧٠ مخونو کې د ختيځ خپرندويه ټولنې له خوا خپور شوى دى.

د کتاب دپښتۍ کارونه تکړه ډيزاينر رحمانالله بهير مخته وړي  او د کمپوز کارونه يېافتخاراحمد سمسور او مجيب الرحمن تر سره کړي ، ددغه کتاب د زيار چارې دوست محمددوست او شمس الحق حيران په غاړه اخيستې دي.
ښاغلي الماس خپله شعري ټولګه په دغو جملوډالۍ کوي:

ډالۍ 
هغو سترګو ته چې د چا په ياد اوښکې تويوي .
هغو اوښکو ته چې د چا په ياد تويېږي.
هغه زړه ته چې د چا ياد په کې هره شېبهغزونې کوي.
ختيځ خپرندويه ټولنه ددغه کتاب د شاعر اوکتاب په اړه په خپل يادښت کې داسې ليکي:
(( جعفر الماس د پښتون ولس هغه زلمى دى چېپه خپلو خوږو شعرونو او خوږ غږ يې د ډېرو خلکو زړونو کې ځاى پيدا کړى، ختيځخپرندويه ټولنه وياړي چې د جعفر الماس لومړۍ شعري ټولګه دچاپ په ګاڼه سمبالوي اوالماس ته يې د چاپېدو مبارکي وايي ))
په دغه کتاب کې د تکړه ليکوالانو اوشاعرانو سريزې هم شاملې دي لکه د پوهيالي نصير احمد ښاد، رحيم الله ارماني، غفوراحمد جاويد، نقيب احمد اتل، نورآغا نوراني، دوست محمد دوست ، ارشاد رغاند افتخاراحمد سمسور او پخپله د جعفر 
الماس.

دوى هر يوه پخپله ليکنه کې د الماس پهشاعرۍ او دده په شخصت خبرې کړي دي.
 ښاغلىجعفر الماس په خپله سريزه کې له خپلو هغو دوستانو نه مننه کوي چې ددغه کتاب پهسريزو، ډيزاين او کمپوز يې ورسره مرسته کړې او همدارنګه يې ورته وخت ناوخت سالمېمشورې ورکړي دي. 
په پاى کې ليکي چې د ختيځ خپرندويه ټولنېمشر ښاغلي اکرام الله اکرام نه هم نړۍ مننه چې زما دغه شعري ټولګه ( وتړه مړوند پهرومالونو ) ستاسو تر لاسونو در رسوي.
د ښاغلي الماس په دغه شعري ټولګه کې د درېسوو په شاوخوا کې شعرونه راټول شوي چې زياته برخه يې غزل نيولى ده،خو نظمونه ،سندرې ، بيتونه او همدارنګه يو نيم ازاد شعر هم په کې له پامه نه دي غورځول شوي.
د ښاغلي الماس شاعري ځوانه شاعري ده، شعرته يې د هنر په سترګه کتلي او هر کله چې يو شاعر او يو هنرمند خپل شعر ته د هنر پهسترګه وګوري نو وګڼۍ چې دده هنر د هر سړي په زړه کې ځانته کور جوړوي، شعر ته د يوهدروند مسوليت په سترګه ګوري الماس هم همداسې يو شاعر دى چې په مينه کې يې شاعرېښاپېرې ورغوى په نکريزو ور سور کړى، او په سپين ورغوي يې ورته د ناوى مبارکي نه خود بېلتون نکريزې ايښي دي ؛ نو همدا وه چې الماس يې شاعر کړ.
د الماس شعري تغزلي شاعري ده ، خپله طبعهيې تر ډېره په غزل کې ازمويلې ، نظم ازاد شعر او يا د شعر نور فورمونه هم ليکلي خوتر ډېره يې په دغه شعري ټولګه شاعري په غزليز ځېل کې څرک وهي.
د الماس په شعر کې ډېرې خبرې د مينې اوعاطفې دي، درد، زګېروي، بېلتون ، لېونتوب يو داسې مرحلې ته رسولى دى،چې شعر يې خپلجنون ورځېنې هېر کړى دى. 

په يوه ځاى کې داسې وايي.
 
په شته جانان کې وچې شونډې ګرځې
الماسه ودې مره ادې درپسې.

په ټوله کې به دومره ووايم چې الماس ځوانشاعر دى او شاعري يې مخ په پښېدو ده.
د کتاب پښتۍ او د کتاب د نوم انتخاب هم ترډېره د کتاب په خرڅلاو او ازرښت کې رول لوبولى شي چې دا دواړه د الماس په ( وتړهمړوند په رومالونو ) کې ښه جوت شوي دي.
ښاغلي الماس ته موږ هم ددغه شعري ټولګېمبارکي وايو په دې هيله چې خپله شاعري لا پسې تانده وساتي، عمر يې ډېر او دې تاندغواړو.

په پاى کې دا هم ددې شعري ټولګې يو ښکلېغزل:

مينه کې چې درد نه وي او غم نه وي
خوند نه کوي يو چې په کې هم نه وي

دا ځل مې په خوب کې داسې وليدي
لاس کې دې ګلاب نه وي شړشم نه وي

هلته انسانيت تر پښو لاندې وي
چېرته چې کتاب نه وي قلم نه وي

هر وخت دې دا خپله خوښه مه کوه
کله کله فکر د چا سم نه وي

څوک به د الماس د زړه په درد پوه شي
ژاړي خو په سترګو کې يې نم نه وي