- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- بختيار تلاش
- 1153
د نړۍ د بشريت تاريخ ته نظر واچوو، هر نسل په دې قانع دى، چې سوله د انسان د پرمختګ يوازځينى عنصر دى ، دوى تل په سوله کې ژوند غوښتى او غواړي،چې تر ټولو وړاندې يو ارام او بې درده ژوند ولري، دا چې د سېپټمبر ٢١مه نېټه د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا د دوى په ٥٧مه ناسته كې د سولې نړيوالې ورځې په توګه ونومول شوه، نو په نوره نړۍ کې لکه امريکا، اروپا او نورې پراخې وچې او هېوادونه دې ته لېواله شول چې دغه ورځ به ښه په جم او چوش سره نمانځي، هماغسې کېږي، خو په افغانستان کې بيا دوى د سولې د نړيوالې ورځې لپاره څه کوي پوهېږئ؟
دوى د سولې د نړيوالې ورځې په مناسب د خلکو وينو ته ناست وي، د همدوى په چالشونو او تکنيکونو زموږ بچي مري، زموږ ميندې، زموږ خويندې،زموږ ورونه او زموږ د هېواد ځوانه طبقه د خپلو وينو زهرينه لپه خولې ته اچوي.
په هر صورت زموږ ځېنې مشران به نن په کابل ښار کې د مرنجان غونډۍ چې د نادرخان د مقبرې له امله يي شهرت موندلای او څو نسله افغاني پاچايان په کې خاورو ته سپارل شوي، ځي او تش د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت به ځېنې مراسم پورته کوي، دا منو چې د سولې لپاره زموږ هلې ځلې تر هرڅه زياتې وي؛دا ورځ په افغانستان كې په داسې حال كې نمانځل كېږي چې د ورځې څو تنه د تاو تريخوالي، اخ و ډبونو، تښتوونو، شخصي دښمنيو او د سړك غاړې ماينونو له امله مري او يا ژوبلېږي.
په اروپايي هېوادونو او متحده ايالاتو کې خو به دغه ورځ په ښه ډول ونمانځل شي خو زموږ په هېواد کې د غه ورځ د مېشتو او اشغالګرو ځواکونو په ستراتېژۍ کې يوه هسې غولونه ده او نور څه نشته. د سولې د نړيوالې ورځې ( د سپټمبر ٢١مه ) په مناسبت په ټولنه نړۍ کې ددې ورځې په درناوي لنډ مهاله اوربند اعلانېږي، خو نه پوهېږم چې دا اوربند يا جنګ ودرونه زموږ د هېواد لپاره هم وي او کنه او که وي نو هغه هم د څو ثانيو لپاره وي او کله خو دې هم کمه ؟
هو رښتيا دا يې لا بله خبر چې تر ټولو مهمه ده او هغه دا چې موږ نن د سولې نړيواله ورځ ونمانځو او که د افغانستان د سولې د عالي شورا رئس پروفیسر استاد برهان الدین رباني ته قبر وکنو چې پرون ماښام د شپږو بجو او دېرشو دقيقو په شاوخوا د نامعلومو کسانو له خوا په يوه ځانمرګي بريد کې چې په پګړۍ کې يې ايښې وو ووژل شو؟
د اهم زموږ د سولې د پروسې يوه بله غميزه ، موږ به سوله نمانځو او که د خپل هېواد د سولې د شورا رئيس په خپل ابدي ځاى وسپارو؟
ښه پوهېږو چې په دې برخه کې به څوک ډېر ګرم وي، څوک او کومې کړۍ نه غواړي چې د سولې د پروسې کارونه دې مخته ولاړ شي؟
دا چې ځانته د نړۍ طاقتور ځواک او مجازي واکمن بولي همدوى زموږ د پروسې مخه نيولې، ولې نه پرېږدې چې زموږ ژوند ستاسوپه څېر په ارامه تېر شي، ولې دې داسې کوئ چې زما ماشوم په اوږد جواليتوب پېټې يوسې او ستا بچې دې ښوونځي ته پتلون کړى روان وي ؟ ولې زما کاکه ځوان چې د ټوپک پر ځاى ورسره قلم ښه ښکاري دې ته اړ باسې چې ستاسو په وړاندې د قلم پر ځاى د تورې او ټوپک لار خپله کړي؟
نو سوله د ټولې نړۍ لپاره ډيره مهمه ده، سوله د پرمختګونو زانګو ده، که موږ د افغانستان او جاپان تاريخ ته ځير شو دغو دواړو هېوادونو په يوه ورځ له انګرېزانو څخه آزادي تر لاسه کړې ده؛ خو جاپان ولې پرمختګ کړى؟ افغانستان ولې وروسته پاتې دى؟ د امريکامتحده ايالتونه ولې له جاپان څخه قرض اخلي او همغه پيسې بيا په افغانستان کې لګوي؟ ولې نړۍ له افغانستان سره مرستې کوي؟ او ولې د امريکې متحده ايالاتونه په نړۍ کې له نورو هېوادونو سره مرسته نه کوي، چې افغانستان ته راغلي دي؟
د دې ټولو پوښتنو ځواب موږ او تاسو ته معلوم دى، چې افغانستان د سروزرو چرګوړى دى چې څنډ يې وهې نو سره زر ترې دوړېږي او دوى دا تر هغه وخته نه پرېږدي تر څو چې يې هډوکي ور شپېيلي نه وي.
نور نو له نړيوالېو ځېنې دا غواړو،چې راځئ سوله په رښتينې بڼه ولمانځو او يوازې د يوې ورځې دسولې غوښتونکي نه بلکې د ټول عمر لپاره د سولې غوښتونكي شو، خلكو ته دايمي سوله او آرامي او د زړه سکون ورکړو. نور جنګ مه ګوئ زړه مو په جنګ په ستړي کوئ افغانان جنګ نه غواړ ي افغانان سوله خوښونکي خلک دي او نور پرې نږدئ، چې خويندې مو كونډې، رنډې او ماشومان مو د يتيمۍ څپيړې وخوري. .
بختيار تلاش ١٣٩٠ د سولې نړيواله ورځ د سپټمبر يو ويشتمه