استادناګار په یوه ځغلنده مطالعه کې!


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ارشاد رغاند
  • 1454

دا لیکنه په ننګرهار کې د (ناګارشاعري)کتاب د مخکتنې غونډې ته لیکل شوې او پکې اورول شوې.
د شوروي خلاف د افغان جهاد قلمي مبارزې به خورا شاعران لرل، خو د لږو نومونه یی د مقاومتي هغو په توګه اخیستل کیدای شي.
ځکه په بېلا،بېلو لاملونو د دوی زیاتې هستونې د مقاومت له شعر او ادب سره واټن درلود.
مقاومتي شعر که څه هم په ټولیز ډول له ارضي تمامیت څخه په ننګه او د بهرني یرغلمتوب پرضد پنځونی ته وایي، خو د یرغلګرو ځواکونو بهرنی والی،په شعر کی پر دیني او هیوادنیو ارزښتونو استناد،د حماسي ژبی کارونه،د شعري فورم او ارایی نوی والی او ځینی نور یی په خاصو ځانګړنو کی یاد شوی.
پوهاند سیدبهاوالدین مجروح،استاد عبدالرحمان پژواک،استاد محمد صدیق پسرلی،استاد حبیب الله رفیع او ځینې نور د روسي یرغل پروړاندې په پېښور کې د پښتو مقاومتي ادب پیلونکي او سرلاري ځکه یادولی شوو، چې غالبا له ګوندي اغېزو په خوندي ذهن یې د ملي مقاومت په ننګ د حساب وړ شاعري وپنځوله.
تر دوی په ورپسې کیدای شي ووایو دویمه درجه کسانو  کې استاد فضل ولي ناګار هم د مولوي خالص، شهرت ننګیال، عصمت قانع، عبدالباري جهاني، نورالحبیب نثار او نورو نومونو ترڅنګ یو حقدار نوم دی.
استاد  سره له دې چې یوې ځانګړې ډلې ته منسوب سړی و، خو ترډېره یې لکه د ځینو نورو جهادي شاعرانو یوازې د شعر ورځیني بازار ته نه دي کتلي، د چا له امریکایي جمپره نه دی قربان شوی او د چا د روسي ذهن ته یې سپکې،سپورې  نه دي ویلي.
له فکري پلوه یی وچ احساسات نه دي کارولي او کوښښ یې کړی، چې د یوې خپلې لېږدونکې ژبې او شعري لارې په لرلو سره د یوه مسول شاعر په توګه یې د پیغام رسونې او ولس ویښونې هڅه بدې پایلې ونه لري.
ای له پیړیو نه ازاده اسلامي امته!
شهید د خپل قبر ترڅنګه یو ځواب پریښی
شابسي دا بهیر کړی اوږد، د مهدي ترپاڅون
د وینو هرڅاڅکي مې ګرم انقلاب پریښی دی
-------------------------
ستا ازادۍ له مې د سرو وینو خیرات ایښی دی
هغه دا زه یمه، چې سر مې په بایلات ایښی دی
خپه دې نه شي، د اقصی او بخارا شهیدان
په شاه زلمو مې د افغان ستاسو کسات ایښی دی
 له دې امله د استاد ناګار د مقاومت شاعري د جهاد په تبلیغاتي  اړخونو کې ونډه لري.
د ده  د ټولو چاپي شعرونو په وروستي راټولونه کې له شعرونو سره د لیکل کیدو نېټې درج شوي وای، په دې برخه کې به لا ګټور ثابت شوی وای.
ما (د ناګارشاعري) په نامه د ښاغلي نجیب الله نایل د دې پرځای راټولونې لوست  په وروستي ځل له وروستي مخه وکړ، ځکه له آخرې خوا نه لومړۍ ، دویمه او بیا تازه دمه درېیمه ټولګه پکې رانغاړل شوي.
لومړی ټولګه (دا هغه بالاحصاردی)چې لومړی د جهاد پرمهال چاپ شوی و، له فکري پلوه یې شعرونه د جهاد هڅونکي دي،ورسره شاعر راتلونکي ته خوښ او د انقلاب په بریالیتوب سره د خپل ولس د باحقه خوبونو د ریښتیا کیدو هیله من دی.
ټینګوم د ازادۍ د ډولۍ مراندې
په اوږه مې جنازه،په خوله مې ساندې
--------------
د مجنون او د منصور کیسې که لاړې
ګرځوو موږ په دارونو پسې غاړې
  دویمه ټولګه(سندریون) چې د طالب واکمنۍ پرمهال خپره شوې، شاعر لا هم پکې د حالاتو سمیدو او واکمن سیاست ته هیله من برېښي او د همدې لپاره به وي چې د خپلو شهیدانو او ملت د ضایع شوو قربانیو د ارمان پوره کولو بلنه ورکوي:
دا ځمکه راټوله کړﺉ، خوره ځمکه د اور کړﺉ بیا
دا ډول ادا مو د شهید د وینو پور کړﺉ بیا
د ناګارصیب درېیمه ټولګه(شملې هسکې،ولونه،ولونه) چې اوس په وروستیو وختونو کې خپره شوې، تر ډېره تصوفي رنګ لري او شاعر له حالاتو څخه لرې والي ته متمایل ښکاري.
هغه شاعر چې وایي:
ناګاره!چې دې فن انځورګر نه وي د پاڅون
ژمن نه دی انقلاب ته چې بل باب په مخه بیایي
----------------
پیغام څه چی سندربول د انقلاب یم
زما تال کې د دی واړه امت ترنګ دی
  د دی ژمنو مینه وال به اوس هم ناګار صیب نه د هماغې لارې د څار تمه لري ،خو استاد به  فکر کوم د خپلو زیاتو نورو هم شانو شاعرانو او ان د ټول ملت غوندې یې د سیاست د بیخي منافقانه کیدو  له امله د نوې لارې په لټه  او یا د بې باورۍ او ژر بدلیدو چاپېریال بې ارادې کړی وي.
په دوهۍ اوس اړولې ناګار ځکه
د مزله ملګري یې وخاته خپل چاري
--------------
اوس به فتوا د ګنهګارې ماضي څوک راکوي
تا خو شیطان سره سوګند د لار په سر کړی دی
له استاد نه چې لوړ هنر پرې لوریدلی او د ده هم ژمنه  د زیاتو هملارو قلموالو خلاف یې اوس هم  په ملي او اسلامي ګټه هنرکارونه او مبارزه ده، تر جهاد وروسته تر نننه ترې  د ناتمامو بدمرغیو پر وړاندې د یوه ناپېيلي قلموال په وجود کې د غبرګون ښودو تمه کېږي.
که داسې وشي، باور دی چې د ملي-اسلامي انقلاب زیات نېمګړي ارمانونه به پوره او جبران او استاد به  په یو ډیر حساس وخت کې د خپل یو درون مسولیت د ترسراوي ترڅنګ زموږ د ملي مقاومت د ټکني ادب د بیا ژوندینې ویاړ ګټلی وي.
الله دې همداسې وکړي.