پر پښتو شعر د جنګ اغېزې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عماد الدين دوران
  • 1575

له نېکه مرغه په دې وروستيو کې د تحقیقي او تخلیقي کتابونو د چاپ لړۍ ښه په جوش کې ده، دا دی د ښاغلي طاير ځلاند له تنقيدي او تحقیقي کتاب (د پښتو غزل تنقيدي جاج) څخه وروسته د ښاغلي عزت الله شمسزي نوی له چاپه راوتی کتاب (پر پښتو شعر د جنګ اغېزې) زموږ مخې ته پروت دی، غواړم چې د همدې نوي چاپ شوي کتاب تنقیدي جاج واخلم او د کتاب منځپانګه د خپل فکر له مخې و ارزوم.
(پر پښتو شعر د جنګ اغېزې) داسې یوه پراخه موضوع ده چې له امیر کروړ نه راواخله تر ننني شاعره پورې پرې په سلګونو کتابونه لیکل کېدای شي. دا چې تر دې دمه په دې موضوع هیڅ کار نه دی شوی، ښاغلي ليکوال نوښت کړی او د خپل وس سره سم یې ډېر ګټور کار کړی او د دغې موضوع په سپړلو او روښانه کولو کې يې پوره هڅه کړې، د هلو ځلو ستاینه يې کوو او په راتلونکي کې ور څخه د نورو ګټورو تحقیقي کتابونو د ليکلو هيله لرو.
دا چې هر انساني تخلیق او تحقیق د خوبيو تر څنګ له یو لړ نيمګړتياوو سره مخ وي نو ښکاره ده چې دا کتاب به هم له خامیو مبرا نه وي، نو په همدې اساس د کتاب پاڼې اړوو او په تنقيدي نظر ورته ګورو.
ښاغلي شمسزي  د کتاب په لیکلو کې ډېر زیار ګاللی او په ډېر مخلصانه انداز یې خپلې ټولنې ته د يو قناعت بښونکي څېړنيز اثر د وړاندې کولو هڅه کړې، له جنګه د کرکې او د سوله ييز ژوند تبليغ يې کړی دی، د انساني کرامت د درناوي سپارښتنې یې کړي، د بشر د حقونو د مراعت کولو تاکید يې کړی او په جنګونو کې يې د انساني تلفاتو پر موضوع تر کافي حده رڼا اچولې، خو دا کتاب يو شمېر ښکاره ستونزې لري چې ما يې د په ګوته کولو له لارې د دې ګټور کتاب د دوهم ځل چاپ په اصلاحاتو کې د مرستې هڅه کړې.
ښاغلی لیکوال د کتاب په درېیم مخ کې لیکي چې اوسني شاعران د جنګ رومانتیک بیان نه کوي او جنګ د وياړ پر ځای يوه بدمرغي ګڼي، د اوسنيو شاعرانو حال ته په کتو دا خبره له واقعیت نه يو څه لرې ښکاري، ځکه که نن سبا له يوې خوا د جنګ غندنه کیږي نو په څنګ کې يې د هغو شاعرانو له خوا چې په جنګونو کې خپلې ګټې ویني د جنګ ستاينه هم ښه په شور کې ده چې سخت جنګ پلوه پیغامونه لېږدوي، پر دښمن د یرغل، د دين او ناموس د حفاظت، د آزادۍ د ګټلو، سنګر ته د تګ او نورې... سپارښتنې د شعر په ژبه اورو، چې په دې لړ کې په زرګونو جهادي او جنګي ترانې له ترنم سره بدرګه شوې دي او همدارنګه په تېر کې هم وينو چې پښتون قام په سیمه کې د سوله ييزې مبارزې او د عدم تشدد د فلسفې سرلاري هم لرل، او يواځې له دېرش کلن تپل شوي جنګ څخه وروسته يې د جنګ غندنه نه ده پیل کړې، تر څنګ يې دا هم ويلای شو چې کلاسیک ادب او د پښتنو ماضي هم د جنګ له غندنې خالي نه ده. دا ټپه يې ښه مثال کېدلای شي.
جولا ګان ښه دي غم يې نشته
ورک دې پښتون شي لکه سپي کوي جنګونه
لیکوال د خوشال بابا په اړه هم ياده کوي چې (جنګ خوشال بابا ته يواځې يو رومانتيک خيال و) زما په فکر دا خبره مناسبه نه ده، ځکه هغه وخت جنګ يوه اړتيا وه، يو ملي مصلحت و او خوشال بابا يو پوځي سرلښکر، هغه مهال سياست او ديپلوماسي پخپله جګړه وه چې د هېواد او ټولنې آزادي پکې نغښتې وه. هغه قومونه ژوندي پاتې کېدای شول چې د جنګ کولو توان يې درلود او دښمن ته يې د پرې کړي ځواب ورکولو جرات درلود.
په پنځم مخ کې لیکوال لیکي ((دوی ( اوسني شاعران) اوس په دې پوه شوي دي چې جنګ که په هر نوم او يا د هرې موخې لپاره وي په بشريت کې د وحشت، ذلت، فقر او بدمرغۍ طاعون زېږوي)) ليکوال په دې ځای کې له انسانیت راوروسته د ملتونو عقیدوي ارزښتونه تر پښو لاندې کړې دي، په ډېر احساساتي انداز يې هره جګړه غندلې او په غیر شعوري ډول يې د خپلو مشرانو د همت غندنه کړې او د اسلامي فریضې (جهاد) هېڅ پروا يې نه ده ساتلې. ليکوال کاشکې د دې جملو په ځای ويلي وای چې جګړو افغان شاعران دومره دردولي چې اوس په هر نوم او د هرې موخې لپاره جګړه غندي او حتا د درويش دراني غوندې په خپلو دښمنانو پسې هم اوښکې تويوي.
زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم – دښمنان که مې وي مړه ورپسې ژاړم
او يا خو ليکوال ته پکار وه چې د کتاب په پيل کې يې د جنګ پېژندنې تر عنوان لاندې يو فصل ليکلی وی او د جګړو ډولونه او ماهيتونه يې په ډاګه کړي وای او د لوستونکو دغه عقيدوي اندېښنه يې مخکې له مخکې رفع کړې وای.
ښاغلي داوود جنبش د همدې اثر په هکله خپرونه درلوده، چې د نورو ليکوالانو تر څنګ يې د يوې اغلې نظر هم واخيست، دې مېرمنې وويل ( جنګونه فرق کوي هر هغه جنګ چې زما د وطن د ورانولو او زما د خلکو د وژلو لپاره شروع شوی وي زه يې غندنه کوم او هغه جنګونه چې زما د وطن آزادي تامينوي، زه سنګر ته ځم او د خپلو ورونو ملا تړم) دې خبرې ما ته ډېر خوند راکړ او فکر مې وکړ چې زما د هېواد يوه پښتنه مېرمن زما د عقيدوي ارزښتونو څومره خيال ساتي.
په کتاب کې د خوشال بابا، کاروان، اباسين، صابر او يو شمېر نورو شاعرانو کوم شعرونه چې بحيث حواله را نقل شوي دي د لا پرواهۍ له امله نا سم ليکل شوي، چې د دا ډول يو اثر په تندي یې داغ کڼلای شو.د صاحب شاه صابر يو بيت په لاندې ډول ليکي:
د سرو لمبو د غرغرو له زوره نه دي خبر
دا څوک چې جنګ غواړي د جنګ له اوره نه دي خبر ( ۱۴ مخ )
سمه بڼه:
د سرو لمبو د غرغرو د شوره نه دي خبر
دا څوک چې جنګ غواړي د جنګ د زوره نه دي خبر
د پير محمد کاروان يو بيت په لاندې ډول ليکي:
سور د روح په وینو د کاروان غزل
ته وا د کابل د نجونو مړی دی (۴ مخ )
سمه بڼه:
سور د روح په وينو د کاروان غزل
ته وا د کابل د پېغلې مړی دی
د اباسين يوسفزي شعر په لاندې ډول راغلی:
خورې له اباسینه تر سپین غر پورې لمبې دي
د سترګو نه راواخله تر ځيګر پورې لمبې دي
په سمه بڼه کې ( د سترګو نه مې واخله ) دی.
د خوشال بابا شعر:
لا يو شور راځنې لاړ نه وي بل راشي
مګر زه پيدا په ورځ د شر او شور يم (۱۹ مخ )
سمه بڼه يې ( مګر زه پیدا په ورځ د شور و شر يم ) ده.
د کتاب په لسم مخ کې ليکوال ليکي: ( په ۱۹مه ميلادي پېړۍ کې بيا تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د دويمې نړيوالې جګړې په دوران کې د جنګ د شعر په نامه نوی ژانر رامنځته شو، چې ډېرو شاعرانو د جنګ د بدمرغيو په اړه شعرونه وليکل) لومړی خو ليکوال ته پکار نه وه چې نړيوال بحث يې کړی وای او له موضوع وتی وای، ځکه د کتاب ټول بحث پښتو شعر رانغاړي. بهر حال ليکوال دلته دا خبره برعکس کوي، په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې او په ځانګړي ډول له دویمې نړيوالې جګړې راوروسته په ګرده نړۍ کې جنګي جنون عام شو، په اروپا کې د سُپر مين (Superman) اصطلاح وجود وموند، علامه اقبال د قدرت سمبولونه (شاهین) او (مرد مومن) په خپل شعر کې وځلول.
هو حلقه ياران تو بریشم کی طرح نرم
رزم حق و باطل هو تو فولاد هی مومن (اقبال)
لنډه دا چې ټوله نړۍ په دې مرض اخته شوه او د امن مشال پکې ډېر تت شو، د دغه جنګي جنون د خاتمې لپاره د هر ملت همت لرونکو مشرانو هلې ځلې شروع کړې څو خپل قومونه د تباهۍ له کندو وژغوري. زه به دلته ( پاچا خان، ماتما ګاندي او ...) چې د سيمې د فطري بدلون له مخکښانو څخه ول د مثال په توګه ياد کړم چې د عدم تشدد د فلسفې په لپه کې يې خپلو قامونو ته رڼا راوړله او د جنګ روحيه يې وځپله.
ليکوال په ۱۳ مخ کې د يو امريکايي ويبسايټ يادونه کوي چې په دې وروستيو کې د عراق له جګړې وروسته جوړ شوی دی او د نړۍ د ډېرو هېوادونو شاعرانو پکې خپل شعرونه خپاره کړي دي، آیا په دې ويبسايټ کې پښتو شعرونه هم شته که نه؟ که پښتو شعرونه هم پکې خپاره شوي وي، ولې يې ليکوال يادونه نه ده کړې؟ ځکه د کتاب موضوع خو پر پښتو شعر د جنګ اغېزې رانغاړي. تر ټولو مهمه دا چې  لیکوال باید دنړیوالو مثالونو او د امن لرونکو پښتنو سیمو شاعرانو پر ځای د هغو سیمو شاعرانو د شعرونو بېلګې رانقل کړې وې، په کومو سیمو کې چې تر ټولو ډېر جنګ شوی او روان  دی ځکه د نورو  سیمو په پرتله د جنګ ځپلو سیمو خلک د جنګ اغېزې ښې حس کوی شي. همدا راز په هیواد کې د ځینو ځانګړو خونړیو پېښو اړوند شعرونه لیکل شوي او کتابي شکل یې غوره کړی دی، چې یو کتاب یې ختيځ خپرندویه ټولنې هم (د ویر سندرې) په نوم چاپ کړی، خو ليکوال یې هیڅ یادونه، نه  ده  کړې.
د کتاب په ۱۶ مخ کې ليکي ( د افغانستان د پنځه دېرش کلنې غميزې سره د شاعرانو دې ته پام شو چې شعر يواځې د رباب او منګي، ګل او بل بل ذکر نه دی، بلکې ټولنيز نقش هم لري) د افسوس ځای دی چې ليکوال دا خبره کوي، ځکه چې پښتانه شاعران د خوشال بابا له وخته په دې پوه شوي چې شعر یواځې د ګل او بل بل ذکر نه دی بلکې بې حسابه ټولنير رنګونه او خوندونه په خپل ځان کې رانغاړي. چې د ولسي ادب په برخه کې بې شمېره ټپې يې تر ټولو غوره مثال کېدای شي.
په ۴۰ مخ کې ليکوال ليکي: ( د هېواد ځوان شاعر سيد شاه سقيم بيا له خدايه پوښتنه کوي چې خدايه پاکه ستا اشرف المخلوقات ...) زما په خيال دا د خدای ج له حقونو سرغړونه او د الله ج په شان کې ګستاخي ده، که ليکوال ليکلي وای چې د هېواد ځوان شاعر سيد شاه سقيم (خدای ته مخاطب کيږي او وايي...) نو غوره به وه.
په ۴۲ مخ کې ليکوال (( په (پښتو) شعر کې د انساني تلفاتو انځورونه)) تر سرليک لاندې په ليکنه کې لومړی مثال د سعدي شيرازي فارسي شعر راوړي چې د بحث له موضوع سره هېڅ تړاو نه لري، همدا رنګه په کتاب کې وينو چې ليکوال ډېرو نړيوالو موضوعاتو ته بې مورده اشاره کړې خو په ملي کچه ډېر پياوړي شاعران حتا د غزل بابا يې بيخي له ياده ويستي دي، د ډېرو مهمو شاعرانو د اړوندو مهمو شعرونو د موندلو زحمت يې نه دی ګاللی خو د خپلو نيږدې دوستانو شعرونه يې په کتاب کې د هغوی د خوښۍ لپاره ور سرېښ کړې دي.
د ۴۴ مخ په اخير پراګراف کې ليکوال ليکي ( په افغانستان کې شعر له ۱۳۶۰ نه تر ۱۳۷۵ پورې ډېر ښه سفر وکړ) نه پوهېږم چې ليکوال د کومې سروې او تحقيق له مخې دا خبره کوي!؟ دا ډول هوايي خبرې د دا ډول تحقيقي کتاب کمزوري په ګوته کوي.
له ۷۳ څخه تر ۷۸ مخونو کې ليکوال د ( ملي شتمنيو او چاپېريال ته اوښتي زيانونه) تر سرليک لاندې بحث کوي چې تقريباً ټول بحث د نښترو په چور تالان راڅرخي. فرهنګي زيانونه، تاريخي آثار، ودانۍ او نور ډېر ملي وياړونه چې لسګونو شاعرانو نجيب عامر، ډاکټر امین تنها، نذير نذير او... نورو په دې موضوعاتو شعرونه پنځولي دي، له پامه يې غورځولي دي.
په دې کتاب کې د ليکوال تر ټولو لويه کمزوري دا ده چې د تحقيق ژبه يې نه ده کارولې، په ۸۵ مخ کې ليکي ( اوس که څوک دروازه هم په زوره بنده کړي بل به وايي چې هله چاودنه وشوه، که چېرته د ګازو ډبه هم وچوي نو په خبرونو کې ويل کیږي چې د يوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو) دا يوه مبالغه آمېزه خبره ده، که دا ډول ژبه په کوم تخليقي اثر کې وکارول شي کوم باک نه کوي، خو په تحقيقي اثارو کې د دا ډول جملو ليکل ډېره نا مناسبه ده، ځکه تحقيق له مبالغو ډېره لرې، سوچه ژبه لري او بله دا چې په پورته جملو کې ليکوال د هېواد د رسنيو غير مستقيم توهين هم کوي، چې دا د محقق له شان سره نه ښايي او د تحقيقي اثر بې کفايتي ښکاره کوي.
( که شاه سعود راته د پېښور د چاودنې مرثيه غږوي، دلته په کابل کې غني هاشمي هم د شعر په هنري ژبه د يوې چاودنې انځور به فیسبک کې خپور کړی و، چې ډېر خلک يې و دردول.  ۸۷ مخ )
( ښايي په کوم خام سړک يې د کوم بې وزله ماشوم حالت ليدلی وي، چې د ښاغلي ولي محمد کنډيوال د شعر چينه خوټېدلې او ويلي يې دي... ۷۹ مخ )
ليکوال دغه ډول ډېرې نورې جملې په خورا بې باوره انداز د لوستونکو مخې ته ږدي، په داسې حال کې چې تحقيق د ښکاره کولو، معلومولو او باوري کولو لپاره دی، له دې څخه دا معلوميږي چې ښاغلی لیکوال طبعيتاً له تحقيق او څېړنې سره کومه علاقه نه لري او دا کار د يو خاص مجبوريت له مخې کوي. دغه راز ليکوال په اکثرو ځایونو کې له روان بحث څخه اوړي او د شعر په جوړښت او لفظي ښکلا فوکس او اوږدې تبصرې کوي چې خپل تحقيقي صلاحيت تر سوال لاندې راولي.
همدارنګه ليکوال د حميده پکتيانۍ، سمیراکوچۍ او نبيله غزل نومونه له شعرونو سره ذکر کوي چې په ادبي کړيو کې لا هم دغه نومونه په مستعارو پېژندل کيږي خو د ځينو شعرونو سره هيڅ د ليکوال نوم نه ذکر کوي چې په تحقيقي اثر کې د نه منلو خبره ده، د ښاغلي هجرت الله اختيار شعر . که امن مو پکار وي شرپسندو نړيوالو – زما د بچي شاته هم بکسه ساتل پکار دي، يې راوړی خو يادونه يې نه ده کړې، چې د چا شعر دی، دې ته ورته نور شعرونه هم شته، چې د شاعر نوم ورسره نه دی ياد شوی. نادره خو دا ده چې ليکوال خپل شعرونه هم د حوالې په توګه ځای ځای رانقل کړي دي.
 
په پای کې د کتاب له املايي تېروتنو راوروسته ګڼ شمېر ناسم لفظونه، ترکيبونه او مفاهيم راغلي دي چې مسوليت يې تر ډېره د دې کتاب ايډيټر(پروف ریډر) خوشال خليل ته راجع کيږي. د بشري حقونو د مفاهيمو په برخه کې د معيوب او معلول په تفکيک ترما خوشال خليل ډېر ښه پوهيږي خو معلول ته څو ځایه معيوب ويل شوي، چې ايډيټر دې اړينې اصلاح ته پام نه دی کړی او له دې داسې ښکاري چې ښاغلي خليل دا کتاب هيڅ لوستی نه دی.
د دا ډول لفظونو او ترکيبونو څو مثالونه په لاندې ډول دي:
ازبات
معيوب
لوړ آثار
شعر پوهان
شينکي خوبونه
 له ما اتل نشته – نسته
بمبارد
د انسانانو اخلاقو ته تغییر ورکوي
د وسپنو سېلاب
ځواکمن قوتونه
په پای کې ښاغلي عزت الله شمسزي ته د دې ګټور اثر د چاپ مبارکي وایم او په راتلونکي کې د لا ښو او ګټورو آثارو د پنځولو هيله ترې کوم. د بشري حقونو له خپلواک کميسیون نه هم مننه  چې د کتاب د چاپ چارې او لګښت يې پر غاړه اخيستی او د پښتو ادب په ډګر کې يو په زړه پورې اثر لوستونکو ته وړاندې کړ.
د پښتو ادب د لا بډاينې په هيله
عماد الدين دوران