مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د ځوان ژورنالست اروښاد شهید محمد امین رحیمي یاد ولمانځه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • پاکیزه ارزو
  • 1303

د مېرمن  کلتوري ـ ټولنیز بهیرله خوا د هیواد ځوانیمرګ ژورنالست شهید محمد امین رحیمي په یاد غونډه جوړه کړه  غونډه د میرمن بهیر د غونډو په سالون د پامیر سینما د ودانۍ په کتاب ښار کې جوړه شوه.. د سټیج چارې شفیقې خپلواکې پر مخ وړلې. د غونډې په پیل کې د شهید محمد امین په شخصیت شفیقې خپلواکې لنډې خبرې وکړې وې وویل، چې کاشکې موږ شهید محمد امین رحیمي په ژوند لمانځلی وای خو نن دې زموږ په منځ کې نشته او یاد یې لمانځو.

په غونډه کې لیکوال او کره کتونکي استاد نجیب منلي وینا وکړه ورپسې لیکوال او شاعر علم ګل سحر د شهید محمد امین رحیمي د شخصیت په اړه خبرې وکړې او د میرمن بهیر له غړو یې مننه وکړه چې د شهید رحیمي یاد غونډه یې رابللې ده، ده زیاته کړه کلونه وشول چې زموږ مادي اومعنوي هستۍ د جګړې په اور کې سوځي د جګړې ښکیلې غاړې زموږ نن او سبا راته وژني. خو موږ چوپ یو په کار ده نور د شهید محمد امین رحیمي غوندې ځوانانو او زموږ د هر افغان په مرګ پټه خوله پاته نه شو او د لږ تر لږه د خپل اعتراض غږ لوړ کړو. ورپسې په ولسي جرګه کې د خلکو استازې ساهرې شریف او د میرمن بهیر څو تنو غړو د موضوع په اړوند خبرې وکړې.
د غونډې په بله برخه کې مشاعره وشوه چې دا مشاعره د شهید شاعر او ژورنالست اروا ښاد محمد امین رحیمي یاد ته ځانګړې شوې وه. شفیقې خپلواکې. زمزمې نیازۍ ، کاینات سعادت، مینې ابراهیم خيل، اوږۍ امیل، بلقیس محبوبي،  خپل شعرونه  ولوستل او خپلو شعرونو یې شهید محمد امین رحیمي روح ته ډالۍ کړل.  چې دلته د کاینات سعادت ویرنه چې  د شهید رحیمي په یاد یاد یې لیکلې وه را اخلو: 
زموږ د کلی ماسپښین شهیده
قربان قربان ستا له جبین شهیده 
چې دې په خپلو وینو ولمبول
په ګل مین وې ګلورین شهیده
اوس ستا ساده لیلا بیخي ساده شوه
ته ورنه ولاړې لونګین شهیده
د زړه له کومې دې هيڅ ونه خندل
څومره خفه به وې غمګین شهیده
ستا شاعري داسې نیمګړې شوله
لکه دعا شي بې (( امین )) شهیده
 د غونډې په پای کې د شهید محمد امین رحیمي رو ح ته دعا او د کورنۍ غړو ته یې  د الله ج له درباره  څخه د جمیل صبر التیجا وشوه. شهید محمد امین رحیمي د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي اوسیدونکی و د کانکور په کلنۍ ازموینه کې د ټول هیواد په کچه څلورم نمره بریالی شوی و او د لوړو زده کړو لپاره مالیزیا ته روان و. رحیمي د پکتیا د اوښتون راډیو ژورنالست هم و نوموړی د روژې په مبارکه میاشت کې په ګردیز کې د طالبانو له خوا په شوې چاودنه کې شهید شو. روح دې یې ښاده وي.