د حکومت د عمر او تریاکو د حجم مساوي رشد


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمدحسن حقیار
  • 1216

 له مخدره توکیو سره دافغان دولت دمبارزې  دوزارت چارواکي وايي چې سږکال بیا هم  په هیواد کې د تریاکو دکرکچه اوه سلنه  لوړه شوې ده .

دالومړی ځل ندی چې افغان چارواکي  دلته د تریاکو پرډېرښت اعتراف کوي .
دسپتمبر دیوولسمې له پېښو وروسته چې امریکااوناټو او دهغوی  دحشر ملګرو په هيواد کې  دطالبانو حکومت  رانسکور او زموږ پرهیواد یې پوځي ښکاره یرغل وکړ نو دلته دراتللو له درې مهموموخوڅخه یی یوه موخه  د مخدره توکیوله منځه وړل او ددوی پرضد جدي مبارزه عنوان کړه .
خودادی وینو چې دبل هرشعارپه څېر دلویدیځوالو داشعار هم  دروغ اوتش په نامه و، دلته ددوی دحاکمیت څوارلسم کال روان دی خو دهرکال په تېرېدو  دمخدره توکیو دتولید کچه لوړه شوې ده ، دطالبانو په وروستیو کې په افغانستان کې  دکوکنارو دتولید کچه صفر وه خو نن شاوخوا لس زره ټنه تریاک تولیدیږي، درسمي سرچینو له مخې ، دامهال دافغانستان په ۱۳۲ ولسوالیو کې کوکنار کرل کېږي دتریاکو په کاروبار کې  شاوخواپنځه میلیارده ډالرښکته پورته کېږي او نن  مو په هیواد کې  پرمخدره توکیو دروږدوکسانو شمېرڅه باندې  دري میلیونویا د هیواد دنفوس پنځلس سلنې  ته رسېدلی دی .
سره له دې چې په دې دوره کې دبلې هرې برخې په پرتله دمخدره توکیو دمخنیوي په سکتورکې ډېره بودیجه لګول شوې، یووزارت ، دکورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې  یو معینیت ، له مخدره توکیو سره دمبارزې  عالي ادره ، دمګرو ملتونو په چوکاټ کې   څوسترې ادارې ،څوځانګړې محکمې ، څوانجیو ګانې او موسسې ورته جوړې شوي  میلیاردونه ډالرپکې لګول شوي خو دکارپایله یې داده چې نن خپله چارواکي مني  چې  همداسږکال دتیرپه پرتله کوکنار اوه سلنه ډېرشوي دي .
داچې تیرکال دهغه بل کال او هغه بل کال دهغه بل کال په پرتله داکچه څومره لوړه شوې پردی نه غږیږو  او له همدې یې قیاسولی شو چې  څوارلس وړاندې دلته کوکنار صفر و خونن  لس  زره ټنه تولیدیږي.
له شک پرته کوکنار او تریاک دافغانانو پرتندي تورداغ اودافغانستان حیثیت یې په نړیوال تناظر کې راغورځولی دی  خو داهم رښتیاده  دي چې  دا سوداګري  دکمزورو خلکو  دوس کارندی، بلکې  په دې کې  نړیواله مافیا    دافغان حکومت  ځينې   وزیران  او والیان   او په همدې ډول دغربی هیوادونو په همدې کچه لوړپوړي چارواکي لاس لري . داتوکي دلته په افغانستان کې  دتوروشیشو لرونکيو زره ضدموټرواو له دې ځایه په الوتکو کې  دهمدوی لخوا بهر وړل کیږي . دلته که پولیس څوک نیسي او یامحکمه سزا ورکوي نو هغه چاته یې ورکوي چې کیلو نیم کیلو ورسره ونیول  شي خو هیځکله  مو وانه ورېدل چې پولیسو  دفلاني چارواکي اویا زورواکي  زرکیلو تریاک او یاپوډر ونیول.  طبعي ده چې  زرکیلو او دوه زره کیلو  ونه لیږدول شي  نو دالس زره ټنه تریاک او یاپوډر له افغانستان څخه په کیلو او دوه کیلو نه ویستل کېږي.
که څه هم  دولت تل ددې کروندې پړه پرطالبانو وراچوي  خوطالبانو  دخپلې واکمنۍ په موده کې داثابته کړې وه چې ددې کروندې ګټې ته نه کیني دوهم داچې کله خبره دسیمو دکنترول وی نو دولت دعوه کوي چې ټول افغانستان ددوی په واک کې دی او مخالفین یې ددوی په وینا په قوطۍ کې ځای کړي دي خو چې  خبره دمسؤولیت اخستلو، کوکنارو، اختطاف  او نورې  ناامنۍ  شي نوبیا وايي چې داسیمې خو دطالبانو په لاس کې دي
په هرحال ،داسې ښکاري چې په افغانستان کې  دتریاکو  دمنځه وړلو لپاره نه  نړیواله اراده شته اونه دافغان حکومت، که  وای نو اوس به  دامکروب له منځه تللی وای .
ددې شومې پدیدي ګټه دمافیا دڅوتنوغړیو جیبونو ته لویږی  خو  زیان یې ټول ولس ته دی . دا اوس چې دچارواکیو په وینا،درې میلیونه افغانان پردې رنځ اخته دي زیان یی چاته دی؟دکوم وزیر او یا والي زوی پوډري شوی دی بس همدا بې کاره او بې روزګاره همدا بې شعوره او کم شعوره جنګ ځپلي ځوانان دي  چې دچارواکیو او او دمافیا دغړیو دحرص او هوس قرباني کیږي .
که ولیدل شی  نو پرمخدره توکیوډېر ځوانان روږدي کیږي او دروږدو ډېره برخه بچیان او میرمنې لري چې زیان او درد یې ټولو ته رسیږي  . دوی خپله هم دټولنې پراوږوبوج دي او بچیان او کورني یې هم .
حکومت  نه یواځې  داچې  مخدره توکي منع نکړل، بلکې پرمخدراتو دروږدو دعلاج  لپاره یې هم کار ونکړ ، بیا هم دچارواکیوپه وینا،  دولت یواځی اوه سلنه روږدي تدواي کولی شي اوبس  سره له دې چې ماته په دې شمیره کې هم مبالغه ښکاري خو که دا دعوه سمه هم وبولو نو  دانور دري نوي سلنه یاتنه اته ویشت لکه افغانان به چیري تداوي کیږي اوڅوک به یی غم خوري .
ایا دولت ددوی پروړاندې مسؤول ندی ؟
که خبره دبودیجې دنشتون وي  نودمخدره توکیو پرضد دمبارزې وزارت خو تیرکال هم خپله بودجه نه وه لګولې  داپردې معنا ده چې  بودجه هم شته  ،  متقاضیان ، اړ خلک او روږدي هم شته  خو د ولس دخدمت اراده  او په چارواکیوکې اخلاص او ظرفیت نشته دی.
بله دیادونې وړخبرداده چې هرهغه شي ته مخدر ویل کیږی چې پرعقل پرده اچوي اوانسان بې واکه کوي . په افغانستان کې  دایواځي تریاک او پوډر ندی چې خلک پرې ځان نشه کوي او عقل له منځه وړي  بلکې شراب هم مخدرات دي ، ځينې ګولۍ او په بازارکې په عادي توګه پلورل کېدونکي مشروبات هم مخدرات دي  حکومت باید هغوی هم له منځه ویسي دابه دیوبام او دوه هوا خبره  وي چې شراب په ډیرو بازارونو کې ښکاره خرڅېږي او حکومتي چارواکي ترې ټکس اخلي خو دپوډر د  بندولو هڅه دې وشي .شراب اوپوډر دواړه دبشریت دښمنان او داسلام له نظره حرام دي حکومت دې دواړه بند کړي او هرهغه چارواکي ته باید درنه سزا ورکړل شي  چې ددې توکیو په خپراوي او کارولو کې مرسته کوي. که نه داچوپتیا بې ځوابه نه پاتې کیږي خلک به هرچیری خپل غم پخپله کوي   بیا به دولت ورته زېړ زېړ ګوري خو څه به کولی نشي .