د "نن" کاذب ډاډ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سميرا ورد
  • 1254

د انسان په ژوند کې ډېر لږ داسې شوي چې ځان دې محاکمه کړي، ځان مجرم وګڼي او جرمونه د خپلو اعمالو په دوسيه کې ثبت کړي.
دا محکمه د احساس او وجدان محکمه ده او انسان ډېر کم دې محکمې ته حاضرېږي؛ ځکه دا عمل اسانه نه دی، ټينګ عزم، همت او تنهايي غواړي. 
په دې محکمه کې انسان پر خپله ماضي نظر تېروي، راتلونکی سنجوي او ځان داسې تلي چې د حق او باطل تر منځ د خپل وزن ميلان ورته مالوم شي.
دا محکمه په څلرويشت ساعته کې ستاسې پر مخ خلاصه ده او کله چې وغواړئ مراجعه ورته کولای شئ.
که مو غلطۍ کړې وي هم په دې توګه ګټه ترې اخيستلای شئ، ځکه هره تېروتنه د راتلونکي لپاره درس دی.
په شواروز کې ۱۴۴۰ دقيقې وخت هر انسان ته بې‌تبعيضه ورکول کېږي. اوس نو د ده خوښه ده چې د خپل ماضي او مستقبل توازن د حال په تله کې څنګه ارزولای شي؟
کومې تېروتنې حذفولای او کومې وړتياوې خپلولای شي؟ له کومې ناکامي څنګه کاميابي زده کولای شي؟ دی په کوم شکل وخت د خپلې دنيوي او اخروي بريا لپاره کارولای شي؟
ټولو ته مالومه ده چې موږ د امت برخه مسلمانان او په تېره بيا افغانان ويښ ويده يو، ګرځو، سترګې مو رڼې دي او سا هم اخلو؛ مګر ويده يو. 
موږ د دې نړۍ په لار کې پراته يو او د نورو خلکو د پښو غبار مو پر سر چتر جوړ کړی.
يوه جرس ته اړتيا ده چې موږ د وخت په تېرېدو خبر او له درانه خوبه را ويښ کړي.
وخت لکه واوره په ويلېدو دی، وخت ذخيره کېږي نه، وخت ساتلای نه شو چې نن ورځ بيا يو کال وروسته يا مخکې وکاروو. 
دا هغه نعمت دی چې زوال يې پرله‌پسې روان دی. که موږ و درېږو، وخت نه يوازې دا چې راته ايسارېږي نه، بلکې همدومره نور هم پر مخ ځي چې فرصتونه رانه سلب او پنا کېږي.
موږ د ځمکې، سيارو او د کايناتو د نورو ښکاروندو د حرکت مخه نه شو نيولای، وخت هم د دوی د کاروان ژوندی او ګړندی ملګری دی چې چا ته په ايسارېدو د خپل تګ فرصت له لاسه نه ورکوي. 
پر دې خو ټول افسوس کوو چې وخت نه درېږي، مګر خوشالي د هغو په برخه ده چې د وخت د اس په مهارولو پوهېږي.
د ساعت ستنې خو به شايد هره ورځ وينئ، همدا زموږ شېبې دي چې يوه په بلې پسې قدمونه اخلي. هغه د پيرمحمد کاروان يو بيت دی:
توره چوپتيا د دېوالي ګړۍ ټک ټک ماتوي
او که زرګر غمی د عمر په څټک ماتوي
يو بل چا بيا ويلي:
د ساعت نرمې ستنې مه ګوره په ټيټه سترګه
د ژوند پر ونه دې د تبر ګوزارونه کېږي
وخت نه په بازار کې خرڅېږي، نه يې څوک ارزښت ټاکلای شي. وخت ارزښت لري، بيه نه لري. هلته نو اهميت هم لري چې انسان يې د اهدافو بام ته د زينې غوندې کښېږدي.
وخت زموږ په احساس پورې هم تړلی دی. تاسې وګورئ دوه کسه دي، يو په باغ کې چکر وهي او بل په زندان کې اسويلي کاږي. پر دوی دواړو د يوې ورځې تېرېدل فرق لري، په سيلاني باندې به هغه ورځ لکه يو ساعت شاو خوا هومره تېره شوې وي او پر بندي باندې به د کال په شان ګرځي. 
هغه خلک چې مثبت فکر او د ژوند سالم مهالوېش لري، خوشاله وي. وخت نه خو ورنه ضايع کېږي او نه ور باندې غمېږي.
موږ وخت که له سرو زرو يا پيسو سره تشبيه کوو، غلطي کوو. وخت کسبي شی نه دی، سرمايه په يو ډول نه يو ډول تر لاسه کېدای شي. له يو بل چا يې قرض وړای شو، ګټلای يې شو، ذخيره کېږي؛ مګر وخت په دې ټولو ډولونو د لاس ته راوړلو شی نه دی. سرمايه متفاوته وي، وخت ټول انسانان يو ډول لري. که موږ يوه ميليارډر ته د وخت ارزښت ورښيو ايا بيا به مو هم له سرمايې سره په تشبيه هغه ته مهم ښوولی وي؟
د هرې ثانيې او دقيقې پوښتنه به را نه کېږي‎ چې څنګه پر څه او څه وخت تېره شوه. 
د «سبا» کلمه او تصور زموږ ذهن ته د فرېب يوه لومه ده. هره ورځ سبا ده، خو موږ چې هرې ورځې ته ور ننوزو «نن» يې بولو او په دې توګه خپل ځان ته دوکه يا کاذب ډاډ ورکوو.
سرخط‬ ورځپاڼه