سیاسي ساده‌ګان


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حفیظ الله تراب
  • 1197

 پخوا به موږ داسې فکر کاوه چې د دې هېواد په سياسي لوبو کې ښکېل د ګوتو په شمېر کسان به د نړۍ تر ټولو سپین سترګي او کلک سترګي خلک وي، خو خبر نه وو چې يوه داسې ډله به هم راپيدا شي چې له ظاهري سياسي هوښیارۍ به يې د باطني ساده‌توب تله ډېره درنه وي.

د سپین سترګو خبره مې په دې وکړه چې درې لسيزې وشوې چې مالوم‌الحاله څېرې پر افغان ولس سوداګري او لوبې کوي.
د هغوی ټول معنوي او مادي شته يې وتروړل، له سپېره توبه د نړۍ په پانګه‌والو کې وشمېرل شول او دا دی په کرار کرار اوس خپلو اولادونو ته لار هواروي.
دا خلک سپین سترګي او کلک سترګي په دې دي چې د يوه جنایت په کولو سره د هر نورمال يا هغه انسان چې حيا ولري، په سترګو کې پښېماني او ندامت ښکاري، خو دغه مخلوق له ټولو بې‌شرمیو سره سره اوس هم ځانونو ته شخصیتونه وايي او د خندا ځای خو لا دا دی چې خپل کړه او عملونه ورته له سړیتوب سره برابر ښکاري.
دا خلک د يک‌شنبې په ورځ پخلا او د دوشنبې په ورځ بيا مرور وي.
يوه پښه يې په حکومت کې دننه او په بله د حکومت پښه وهي. يوه ورځ د لېوني په څېر د امنيتي تړون د لاسليکولو لپاره رمباړې وهي، خو بله ورځ کوکې وهي چې له امريکايانو سره دا شی ولې لاسليک شو؟! 
يو وخت د افغانستان د منتخب ولسمشر انځورونه شکوي، پر ملي بیرغ درېږي، خو بل وخت بيا ځان د قانون تر ټولو لوی مدافع ګڼي.
کله د يوې داسې ډلې کلک ملاتړ کوي چې د هېواد يوه ارزښت ته هم ژمنه نه وي، خو چې واک ور نه کړي، نو بيا د ټول هېواد پر ضد شورا جوړوي.
وايي چې خټکی له خټکي نه رنګ اخلي، د همداسې ډلې په لړ کې دا دی يوه بله ډله هم جوړه شوه.
له نېکه مرغه د دې ډلې وياندويان هغه د خوشال بابا غوندې په جار وايي چې (په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه). 
دا ښاغلي وايي چې موږ ځکه د حکومت پر ضد درېږو چې موږ ورته منډې ترړې ووهلې، خو چوکۍ يې را نه کړې. که پوښتنه ترې وشي چې ښه نو په داسې نازکو حالاتو کې څه بايد وشي؟
د دوی ځواب دا وي چې بايد له سره ټاکنې وشي، ملت ته رجوع وشي.
دلته پوښتنه دا ده چې د هر هغه کار لپاره چې يو انسان يې کوي، نو تر کولو له مخه يې لومړی پر خپلې وړتيا فکر کوي، خو دا ښاغلي په دې هم نه پوهېږي چې زه په څومره اوبو کې يم. ايا په تېرو کلونو کې دوی پرته له غلا بل کوم کار کړی دی؟ 
ایا ستاسې له لګښتونو او د ډالرو له راټولولو خلک نه دي خبر؟ 
ايا په تېرو لسو کلونو کې مو پر کومه ملي مساله کوم غبرګون ښودلی؟ 
تاسې چې دا هيڅ هم نه دي کړي، نو بيا له خلکو په کومه کارنامه د دې تمه لرئ چې په ټاکنو کې به بریالي شئ؟
که له يوه نالوستي سره د بيا ټاکنو فکر پيدا شي، ګيله ترې نه ده په کار، د خواشينۍ خبره دا ده چې تاسې په دغو حالاتو کې ټاکنې څنګه شونې ګڼئ؟ 
د خندا خبره خو دا ده چې تاسې ته دا هم جوته نه ده چې د اولس زړونه له ټاکنو څومره تور دی؟
تاسې په دې هم نه پوهېږئ چې ملت به د ولسمشرۍ په ټاکنو کې تر ډېره برخه وا نه‌ خلي. دا ملت خو د چا غلام نه دی چې د ځينو د سیاسي او شخصي ګټو لپاره به بيا له خپلو سرونو او ګوتو تېرېږي او ستاسې لپاره به بکسونو ته ورځي. 
ملت ته له دغو خبرو نورې کانګې ورځي، خو تاسې يوه داسې نغاره غږوئ چې په غږ به يې څوک هم در نه شي.
په دې ملت چې کومې سوداګرۍ وشوې، هر افغان پرې ښه پوهېږي، خو افسوس پر هغو چې ځانونه مشران ګڼي او په دې ساده خبرو لا نه پوهېږي. 
له دې نه څرګندېږي چې دا خلک مشران نه، بلکې سياسي ساده‌ګان دي او دا ويښ ولس نور سیاسي ساده ګان دومره ارزانه نه شي پلورلای. 
ښه به دا وي چې د خپلو چوکيو ستونزه له ولسمشر سره شريکه کړي، ګوندې په دې سره يې بې‌ځايه منډې ترړې کمې او د ارام ساه واخلي.
سرخط‬ ورځپاڼه