- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- څېړندوی عبدالغفور لېوال
- 1281
افغانستان د ښکېلاکګرو ځواکونو هدیره نه، بلکې د ارزښتونو هدیره ده.
سیاسي افکار، فلسفې، ایډیولوژۍ او عقاید همدلته وشرمېدل او خښ شول.
یو خو پردیو (ایزمونو) او افکارو دلته د پلي کېدا بستر او زمکه نه درلوده، بله دا چې هر سیاسي شخصیت، بهیر، ګوند یا نهضت چې د کوم ایډیولوژیک یا فکري ـ فلسفي ارزښت په نامه راپاڅېدل، داسې څه یې وکړل یا ترې وشول چې په ملي، بلکې نړیوال کچ یې هغه ایډیولوژي او فکر وشرماوه، منزوي یې کړ او بالاخره یې د تل لپاره له خاورو سره خاورې کړ.
د (ګټو) غریزه دومره زوروره ده چې څه موده مخکې مې ولیدل یو انقلابي او افراطي (کیڼ اړخی) سیاستوال، د یوه افراطي بنسټپال (ښي اړخي) سیاستوال تُندې وینا ته په اول کتار کې ناست و او لاسونه یې ورته پړکول، عجیبه دا ده چې دوی دواړو یو بل د هېواد لپاره نه زغمل او دا ملګرتیا یې د هيڅ کوم ملي ارزښت لپاره نه وه، بلکې دا د دوی ګډې (ګټې) او ګډه (ځواکغوښتنه) وه چې سره نږدې کړي یې وو. د دواړ لوریو پلویان دوی ته حیران وو چې دا نو څنګه امکان درلودلای شي.
غمیزه خو دلته ده چې په سپېڅلیو شعارونو راپاڅېدلي سیاسي مبارزین ډېر ژر د خپلو مخالفینو په قاتلینو، وژونکیو، له هېواده شړونکیو او زنداني کوونکیو بدل شول چې ورو ورو یې وژل، وهل او له سیاسي قدرت څخه ناوړه ګټه اخیستنه په عادت بدل شول، همدا چې د یوې ښې داعیې پلویان سیاسي ځواک ته ورسېدل، نو په ګواښمنو قصابانو بدل شوي وو، دوی چې له خپلو سیاسي مخالفینو سره عقده درلوده، ورو ورو ټول ملت ورته سیاسي مخالف ښکاره شو، ځکه یې نو پر خلکو رحم له زړونو څخه کډه وکړه، د خپل سیاسي نهضت او فکر (انساني) ارزښتونه یې هېر کړل. توپک او ځواک ورسره وو، خپل سیاسي مخالفین یې د وطن مخالفین او کافران ګڼل او په همدې نومونو یې پسې راواخیسته او ښه بېدرېغه یې ووژل.
که داسې نه وه، نو له خپلو وسلهوالو مخالفینو سره یې جګړې پیل کړې او په دې جګړو کې نو په دې پسې نه ګرځېدل چې د دوی مخالفین وژل کېږي، که عادي وګړي، بس ډزې یې کولې او په دې پسې نه ګرځېدل چې د خلکو په ذهنیت کې د دوی او د دوی د سیاسي شعارونو او فکر پر وړاندې څومره کرکه رازېږي.
سیاستوالو چې اوس زور درلوده، خپلو سیاسي مکتبونو او باورونو ته شا کړه او ټول ځواک یې په دې کې راټول کړ چې څنګه سیاسي ځواک او قدرت وساتي.
د دغو سیاستوالو اشتها ډېره شوې وه، زمکې، کورونه، موټر، پانګې او وسلهوال ساتونکي یې دومره زیات شوي وو، چې پر غصب، غلا او تښتونو یې هم لاس نه نیوه، خپلو دغو اعمالو ته یې لا هم مشروعیت په هماغو سیاسي یا مذهبي شعارونو کې لټاوه چې دوی یو وخت خپله سیاسي مبارزه پرې پیل کړې وه.
خلکو چې لیدل، غلاوې او وژنې تر ارزښتمنو شعارونو لاندې کېږي، نو يې د شعارونو او سیاسي باورونو پر وړاندې کرکه ورځ تر بلې زیاتېده.
سیاستوالو هم پر خپلو شعارونو باور نه درلوده، یوازې یې ورڅخه اوزاري ګټه پورته کوله، د همدې لپاره یې ټول ارزښتونه تر خپلو (ګټو) ځار کړل او ملت یې په ټولو ملي او نړیوالو سیاسي او ان ایډیولوژیکو ارزښتونو بېباوره کړ.
ځینو سیاسي خوځښتونو دا منله چې د دوی ځینو کادرونو او غړیو غلا او وژنې کړې دي، خو له خلکو یې هیله دا وه چې د افرادو جنایتونو د دوی په سیاسي خوځښت یا فکر پورې و نه تړي، خو خلکو لیدل چې سیاسي او پوځي جوړښتونه یوازې په خپلو ګټو پسې دي او پر خپلو سیاسي شعارونو باور نه لري، بلکې بزنس پرې کوي، ځکه خو یې د دوی پر سیاسي شعارونو باور له لاسه ورکړی و.
دې مسخره سریال کلونه کلونه دوام وکړ، سیاستوالو غلا کوله او وژنې یې کولې، پړسېدل او چاغېدل او د خپلې پانګې او ځواک د ساتلو لپاره یې ځانونه نور هم د هماغو سولېدلو او زړو شعارونو تر شا پټول او که چا به ورته وویل؛ ولې جنایت کوئ؟ نو دوی به پرې رابړچ وهل چې که ماته غل وایې، نو په حقیقت کې پلاني (ارزښت) ته بد وایې او چې دې او هغه ارزښت ته بد وایې، نو تر تا لوی ګناهګار نه شته.
عامو خلکو وسلې نه درلودې او ډارېدل، خو سیاستوالو ګمان کاوه چې د دوی شعارونه لا هم چلېږي، مګر خلکو په زړه او ضمیر کې د (شعاري ارزښتونو ) پر وړاندې عقده اخیسته، کرکه یې ډېرېده او پر هر ملي ارزښت چې تر شا یې جنایت پټېده، دوی هم خپل باور له لاسه ورکاوه.
په دې توګه افغانستان د سیاسي، فکري، فلسفي او ایډیولوژیکو ارزښتونو پر وړاندې د یوې سراسري بېباورۍ کړکېچ ته ننوت.
خلک د هر څه پر وړاندې بېباوره او شکاک شول، د پوچۍ (نهیلیسم ) عقده عامه شوه. شکاکیت اوج ته ورسېده او خلکو پر ټولو سیاسي او حتا عقیدوي شعارونو اعتماد له لاسه ورکړ.
سیاستوالو (ګټې) وکړې، جایدادونه یې زیات شول، په لویو ښارونو کې یې لوړې ودانۍ هسکې شوې، پرېمانه زمکې یې غصب کړې، باډیګاردان یې زیات شول، په لویو کمپنیو کې شریک شول، په خلیج او نوره نړۍ کې یې پانګې زېرمه کړې، لویې پروژې یې واخیستې، هر یوه د مرمۍ ضد موټرو کتارونه ځانونو ته ودرول، خو د دې په بدل کې یې د هغو شعارونو او ارزښتونو قبرونه هم په خپلو لاسو وکینل چې دوی د هغو تر سیوري لاندې سیاست ته ورننوتلي وو او د همدې ارزښتونو په نامه یې ځانته د مشرۍ القاب ورکړي وو.
پر سیاستوالو زړه سوی نه دی په کار، ځکه دوی به بالاخره مړه شي او د تاریخ برخه به وګرځي، د خواشینۍ ځای دا دی چې افغانان دومره له سیاسي افکارو څخه زړه توري شول چې پر نویو او رښتینو ارزښتونو او سیاستوالو به تر اوږدې مودې باور و نه کړي. دا یو ټولنیز، تاریخي او ملي کړکېچ ، ناورین او لویه غمیزه ده چې ټول ملت پر سیاستونو بېباوره شي.
د سیاستوالو د (ګټو) لپاره پر ارزښتونو لوبو دېرش میلیونه نهیلیستان (چې هرڅه ورته پوچ او بېمانا ښکاري) رامنځته کړل.
پایله
ځوان او رښتیني سیاستوال چې په افغانستان کې د هر (افغان انسان) د انساني ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره مبارزه کوي، باید پوه شي چې تر دوی وړاندې سیاستوال نسل د دوی لپاره د مبارزې پر لاره پرېمانه اغزي کرلي دي او تر خپلې شا یې ټول پلونه نړولي دي.
دوی چې د خپلو شعاري ارزښتونو تر چتر لاندې له ملي ګټو، ملي ارزښتونو او عامه شتمنیو سره د چور تالان لوبه کړې، د یوه پاک سیاست هڅه یې سخته کړې ده.
ځوان نسل باید اول د ولس باور بېرته وژغوري او پر رښتینو ارزښتونو یې باور بېرته راژوندی کړي.
ځوان سیاسي مبارزین باید خلکو ته ثابته کړي چې ځوان نسل د (ارزښتونو) د تشو شعارونو په مرسته په ځانځاني (ګټو) پسې نه دی راوتلی.
موږ باید تر هر (ایزم)، سیاسي سیسټم او فکر ورپېژندلو مخکې د خلکو باور وژغورو او تر هغه وروسته د نویو، علمي او عملي افکارو او سیاسي سیسټم د معرفي په مرسته هغه ارزښتونه چې د پخوانیو سیاستوالو (ګټو) خوړلي دي، بېرته وکرو، ویې روزو او راتلونکي نسلونه له بشپړ سیاسي نهیلیسم او پوچ ګرايي څخه وژغورو.
سرخط ورځپاڼه