- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- امان الله ايمان
- 1273
لنډون: امان الله ايمان
په دوه ټوکه کتاب کې د افغانستان او عراق د ځپونکيو، وینو، وژنو او ناهیلیو ډکو جګړو کیسه د امریکا هغه سرتېری کوي چې پخپله د دغو جګړو برخهوال دی، نوموړی خپل یادښتونه په دلچسپه جملو پيلوي: «زه د امریکا یو جنرال یم او اعتراف کوم چې د ترهګرۍ پر وړاندې نړیواله جګړه مې وبایلله، زما قضیه هغه کاواکه شرابي ته ورته ده چې تر هر څه له مخه مني چې په نشهيي توکيو اخته او په جرات اعتراف کوي چې روغتیايي ستونزه لري. زه هم منم چې ستونزه لرم، په جګړه کې مې ماتې خوړلې او زما په څنګ کې داسې نور بېشمیره امریکایي جنرالان هم پر خپلو تېروتنو ګواه دي. د جګړو بایلل ستونزه ده، خو تر هغې لویه ستونزه دا ده چې بایلونکی پر خپلې ماتې اعتراف و نه کړي. زه پر خپله ماتې اعتراف کوم او باید پر خپل دغه اخلاقي جرات وویاړم.!»
د امریکا د دې بدمرغه جګړې په دې یادښتونو کې لولو: له بده مرغه موږ د خپلې خطرناکې جګړې له لارې پر پښتون ځورېدلي قوم د ناتعریف شوې ازادي هڅې وتپلې، ما او زما په څېر ډیرو نورو کسانو عملیاتي ډګرونه په بېسارې کمزورې بڼه مدیریت کړي دي دي. دا چې څنګه زموږ د کړنو پایلې به یې پخپله ځواب ووایي.
موږ په دواړو ډګرونو (عراق او افغانستان) کې پاتې راغلو، موږ خپل دښمن و نه پېژنده، د هغه لپاره مو منلی او منطقي تعریف و نه مونده او مخکې له دې چې دښمن مو له منځه وړی وای، نوی دښمن به زېږېده او په نوې دښمني به اخته کېدو، د دې پر ځای چې دښمن مو په اغېزناکه بڼه ځپلی وای، د امریکا پوځ په لېونتوب پيل وکړ. له دې ټولو جګړو وروسته چې کله خپلو کورونو ته راستانه شوو، نو حالات هماغسې وو، لکه څنګه چې پخوا وو، و نه پوهیدو چې ولې مو دومره وینې تویې کړې او د څه لپاره مو دومره خونړۍ شپې شوګیر کړې!؟
سرتېری په خپلو یادښتونو کې د اسامه په اړه وايي، د ده د عملیاتو نقشې او تیوري په لویه پیمانه د خلکو پام ځان ته واړاوه. په افریقا کې چاودنې، د کول پر بېړۍ ځانمرګي او د سپټمبر د ۱۱مې پېښې - د اسامه د ذکاوت، چالاکي او نوښت ښکاره نښې وې. که بنلادن د نړیوالې ترهګري پر ځای سینمایي هنر ته مخه کړې وای، نو بې له شکه چې په ډېرې اساني به یې د امریکایي مشهور فلم جوړوونکي سیسل بي ډي میلي ریکارډ مات کړی و. د افغانستان په څېر د یوه غرني هېواد له منځه، په داسې حال کې چې د امریکا او لوېدیځ استخبارات پرې خبر نه شول، د داسې لویو پلانونو جوړول او عملي کول د ډېرې حیراني خبره ده!!
بریتانوي سرتېري به د القاعده شبکې ارزانه، اسانه او چټکو عملیاتو ته هک پک وو. هغوی سره له دې چې د نړۍ یو تر ټولو غوره پوځي جوړښت درلود، خو د اسامه هنر او د یادې شبکې کړنو ته ګوته پر غاښ وو.
سرتېري، امریکا ته د اسامه بن لادن له لوري د دويمې ضربې یادونه په جزیاتو لیکلې ده چې له امله یې امریکا په افغانستان کې ځان په جګړه کې ښکېل کړ او بیا يې پر عراق برید وکړ. د القاعده د غړيو له لوري د تښتول شویو الوتکو له ډلې، د څلورمې الوتکې کیسه چې د سورلۍ د مقاومت له کبله هدف ته و نه رسېده، داسې بیانوي: «جراح وار له مخه په کابین کې خپل تیاری نیولی و. په ډېره ارامي یې الوتکه د وروستي ځل لپاره د ځمکې پر لور ورخوشې کړه. جراح په لوړ غږ وویل، الله اکبر، الله اکبر. ژوندیو پاتې شویو ملګريو یې ورسره په ګډه الله اکبره ناره پورته کوله.
جراح الوتکه کاواکه کړه، تاو راتاو شوه او په ۱۰:۳ دقیقو د پنسلوانیا ایالت د شانکسویل په سیمه کې د لرګیو پر یوه خالي ګودام کې ټوټې ټوټې شوه.»
د یونایټید۹۳ الوتکې سورلیو چې د ترهګرو پر وړاندې یې غبرګون وښوو، وسله یې نه لرله، خو ماغزه، بدن او وجدان یې درلود. دوی د خپلو ځانونو په قرباني، سپینه ماڼۍ، سنا جرګه او یا د امریکا کوم بل مهم مرکز خوندي کړ. د امریکا جاهل پوځ د دې بدمرغه پېښو په اړه بېخبره و. اسامه د امریکا د تور په اړه خپله خوله تر یوې میاشتې پورې بنده وساتله؛ مګر د هغه جرات د هغه کارنامه پخپله بیانوله.
بوش د امریکا ولس ته د سپټمبر پر ۱۱مه نېټه وویل چې نن د ۲۱مې پېړۍ د پيرل هاربر پېښه (د امریکا پر سمندري بېړۍ د جاپانیانو برید) بیا پېښه شوه، په دغه جګړه کې ۲۴۰۳ تنه ووژل شول. په ۱۹۴۱ کال کې دښمن «جاپان» مالوم و، د جګړې کړنلاره یې ساده وه، وسله مالومه وه او تر ټولو مهمه دا چې د امریکا جګړه له یوه هېواد سره وه، نه له ټولې نړۍ سره؛ خو د سپټمبر د ۱۱مې د پېښې دښمن مالوم و، خو د دې دښمن موقعیت ته ډېرې لارې غځېدلې وې. دې دښمن د ملکیانو کالي اغوستي وو، په ټوله نړۍ کې د ولس په منځ کې ننوتلی او ورک و، د جګړې عجیبه توکي یې کارول، نامعموله وسلې، پېچلي بمونه، چړې، سوداګریزې بمي لاري، ځانګړي بوټان او ملکي الوتکې یې کارولې چې له عام ولسه یې بېلول ډېر ګران و.
د افغانستان او عراق په ناپایه جګړه کې له ښکېل کېدو وروسته امریکایي پوځ هر ځل پوښتي چې اصلاً دا دښمن څوک دی؟
لیکوال وروسته د امریکا له لوري د طالبانو د ماتې کیسه کوي، د افغانستان د جګړې په اړه د کنډلیزارایس یو یادښت داسې دی: «ښايي ډېرو به په نړۍ کې د امریکا د جګړو په اړه وړاندوینه کړې وي، خو افغانستان هیڅکله هم له موږ سره زموږ د جګړو د غوراوي په توګه موجود نه و، په هر صورت موږ افغانستان ته د جګړې لپاره نه یو تللي، بلکې افغانستان موږ د جګړې لپاره ټاکلي یو.»
طالبان ماتې خوري او د هندوکش د غره څوکو ته د جګړو لپاره خېژي، د کابل په کوڅو کې پښتانه منزوي او کابل د تاجکانو قبضې ته لوېږي دغه سرتېری لیکي: د څو اونیو په موده کې سلګونو زړورو او روزل شویو امریکایانو، پرلپسې امريکایي بمباریو او زرګونو غښتلیو افغانانو، طالبانو ته ماتې ورکړه. د افغانستان په تاریخ کې د نورو یرغلګرو او فاتحانو د برخلیک په اړه، دې بریا هم ډېر ژر د نورو ستونزو لړۍ پرانیسته. په افغانستان کې یوازې مړي تسلیمېږي. ژوندي خلک په افغانستان کې ښايي د یوې مودې لپاره جګړه پرېږدي او له دمې وروسته بیا جګړې ته راوګرځي، لکه څنګه چې د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې طالبانو مرچلونه پرېښودل، دا د تل لپاره د جګړې ډګر پریښودل نه وو.
د افغانانو لپاره په جګړه کې وقفه د ساه جوړولو په مانا ده، نه د لوبې پای ته رسول. کله کله چې افغانان له عجیب او ویجاړوونکي حالت سره مخ شي، تسلیمېدل یې یوازې د جنګي تکتیک په مانا کارول کېږي چې ژوندي پاتې او په مناسب وخت کې بیا جګړې ته راوګرځي. افغانان که دمه واخلي یا نه، خو ارو مرو باید د جګړې لوبه وګټي!
په یادښتونو کې لولو: امریکایانو او شمالي ټلوالې بېشمېره طالبان ووژل. هغه یې چې ژوندي نیول شوي وو، کورنۍ، وروڼه، زامن، پلرونه او تربوران یې لرل. د طالبانو پاتې شونو په هیڅ وجه نه غوښتل چې دا جګړه دا ډول پای ته ورسېږي. تر دوی وروسته یې کورنیو وسلې ته لاس کړ او د خپلو وروڼو او پلرونو د غچ اخيستو جګړه یې پيل کړه. (دوی جګړه بایللې وه خو مورال یې نه و بایللی. دوی دا مهال د انزوا په حالت کې وو، خو وینې یې په جوش وې!)
دا جګړه څنګه د بېهدفه شوه: «د شپې د خلکو کورونو ته ننوتل، تلاشي کول او له عامه خلکو د طالبانو د پټنځایونو او عملیاتو په اړه پوښتنې ګروېږنې د دې لامل شول چې د امریکا پر کړنو ډېر شمېر خلک شکمن کړي. دا چې امریکایان به ناچاره شول او د طالبانو د وژلو په موخه به یې لوی لوی بمونه غورځول، بې له دې چې امریکایان یې بېمهارته جنګیالي ثابت کړل، بل څه یې و نه کړل. بې له دې چې عام ولس یې په ځان پسې راوپاراوه، بل څه و نه شول. د عامو خلکو باور لا پوخ شو چې امریکا کافر دی، بهرنی دی او اشغالګر دی. بالاخره ځینو خلکو ته طالب غوره ښکاره شو او ملاتړ یې ترې پيل کړ.»
په یادښتونو کې نوموړی د زرمت د شاهي کوټ عملیات د طالبانو د ګوریلایي جګړو پيلامه ګڼي، امریکایان له هیښوونکي مقاومت سره مخ کېږي او ځینې ملګري هم پکې له لاسه ورکوي. د شاهي کوټ له جګړې وروسته ځیرک ګوریلایي قومندان جلال الدین حقاني د خوشال خان خټک د جګړې کړنلاره غوره کړه. خټک په ۱۷ مه پیړۍ کې په پوره مهارت د مغولو پر وړاندې تاریخې جګړې کړې وي. دا فورمول چې طالبانو وروسته ترینه کار اخيست، د چین د جوړښت پلار ماوزیدانګ دی چې کله دښمن مخې ته راځي، موږ شا ته کېږو، چې دښمن ځای پر ځای ودرېږي، موږ برید کوو او دښمن ته زیان رسوو. دښمن به ستړی شي موږ به برید و کړو. چې دښمن پر شا شو، موږ به یې له شا تعقیبوو چې ماتې وخوري.
طالبانو هم د خوشال خان خټک لاره ونیوله چې مغولو ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې وې. دوی ښه پوهېدل چې د روسانو او بریتانویانو پر وړاندې یې څه ډول چلند کړی وای او د خپلو ماوو (خټک) کړنلاره یې هم په یاد وه. نوموړی د شاهي کوټ عملیات د طالبانو د پېچلو جګړو پيل بولي.
نور بيا...
سرخط ورځپاڼه