رحمان بابا په هره برخه کې اخلاقي، ديني، تصوفي اوټولنېز شعرونه په ډیره روان او ساده ډول ویلي دي چې نه یوازې په پښتنو کې ان په ټوله نړۍ کې خپل ځانګړی ځای لري هغه په ټولنه کې ژوند کوی د ټولنې نه یې ځان لیری نه دی ګڼلید هغه په شــعرونو کې ســربيره پر هـــنري ادبي ارزښت د هغه وخت او چاپيريال د ټولنیز بهــير غبرګون هم ليـــدل کــيږي د هغه په شعرونو کې د طنز ،هجو او ان هزل توکي د وخت د ټولنې د غوښتني سره سم لیدل کیږي.
د هغه په شعرونو کې خندا لرونکي توکې چې د(طنز، هزل اوهجو) لاندی راځی لیدل کیږی
طنز په ادبیاتو کې دټولنیزو او اخلاقیزو خواریو ،عیبونو او فسادونو برملا کولو ته وایي چې په رمز ، کنایه اوناز ویل یا لیکل کیږي یا په بله وینا:
ویلای شو طنزد زورواکو او اعیانو باندی نیوکې دي چې هغوی په ملنډو له پېښو خبروي
په طنز یوازی پوه او هوښیارخلک پوهیږی او خوند ترې اخلي.
د طنز موخه دا ده:
۱- ملنډې
۲- نیوکه په منفی خلکو او د هغه پایله
۳-د خلکو د اخلاقو د سمولو تمه او د ولس د ټولنیز ، کلتوري او سیاسي ربړونه له منځ وړل دي.
۴-خندا جوړول، خوشالۍ او ساتیري
۵- هغو ته په نصیحت او نیوکه لاره ښوول
مرغه چی د بل غوښی خوری مردار وی
ځان حلال کړه لکه زاڼه شاهین مه شه
هغه مخ چه مادر زاد ښایسته نه وی
مشقت د مشاطی واړه مردار کا
هغه ناوی چی په ځان ښایسته نه وی
څوک يې څه کوی ښایست د مورونیا
د بلبلو نغمه زاغ کولی نشی
هر سرود آواز په طور د خپل کار.
هزل بیا د عامو او منځنیو خلکو لپاره دی چې موخه یې یوازې خندا اوساتیري ده.
هزل بیا هغه شعر یا نثر دی چې پر چا باندی ناروا ووایي یا هغې توکې دي چې د اخلاق او ادب خلاف وي
یادوی په خوله مکه اومدینه
نسکور پروت وی د عورتی په سینه
هغه شونډی چی خوږی دی تر شکرو
له دښکنځلويی عار نه کا عاشقان
ما رستم د زمانی ولید په سترګو
چه د یار له جوره ژاړی لکه کونډه
او هجو بیا زور واکو ته شلاغه او نیښ دی
هجو په لغات کې د چاد عیبونو غندولو، ښکنځلو ، پوچو خبرواو بد ویلو ته وایي وي . د هغه چا عیب او بد ویل دی.
خوشحالااودولتا می غلامان دی
زه رحمان په پښتو ژبه عالمګیر یم
که يې شعرد رحکمان مهمند تر غوږ شی
غوږبه نه باسی به شعر د خوشحال څوک
ځینې شاعران په دی درو سره توکو ویاړی او هغه ښوونه ګڼي
د رحمان بابا په شعروکې دادرې سره توکې لیدل کیږي.
. په هک هغه په دی هکله خپله داسې وایي:
مدح وهجود حبیب او د رقیب کړم
رحمان نه زده بله هجو نور اوصاف
پر هغه باچا او ګدا توپير نه لری ددواړو په بدو کارو نیوکه کوی هغه غندي او وایي:
هسی نه چه دا یی وکړه نوربه نه کړی
چه یی زړه شی هغه کاندی بادشاهان
نه لیوه په ادمیت اموخته کیږی
نه امید د مروت شی له افلاکا
همګی واړه ټګان دی ټګی کاندی
فروشنده او خریدار ددې د نیا
هغه ولس ته په طنز وایي زورواکان د بدو کړوتوبه نه کوی د هغه چي هر څه زړه وغواړي هغه کوي.
ډیر ځله طنزی شعرونه په ویلو سره چا ته د خندا پر ځای ژړا ورځی تمه یې یو شی وي او کیږی بل شی
هغه د نفس په هکله وایي:
نفس بی شماره عالم پرې یست وکوهی ته