دا ليکنه ما د اسحق ننګيال د زوکړې د څلوېښتمې کليزې په وياړ کړې وه او په هغه علمي غونډه کې هم اورول شوې وه، چې پر ١٣٧٥ل کال د ننګيال د څلوېښتمې کليزې په وياړ د ليکوالو د ټولنې له خوا په کابل کې د هغې ټولنې په مقر کې جوړه شوې وه. دا ليکنه هغه مهال له کابله خپرېدونکې هندارې جريدې د ١٣٧٥ل کال د چنګاښ پر ٢٨مه په خپله يوولسمه ګڼه کې هم خپره کړې ده. ددې ليکنې د ليکلو پرمهال مې له ننګيال صيب سره ټوکې کولې، ما ويل کليزې مليزې دې مه نيسه چې بيا د مرګي درته پام کېږي، اوس خو يې هېر يې چې څو کلن يې؟ کله چې يې درته پام شو بيا دې نه پرېږدي، هغه له خندا شين شو، پيرجانه چې همدا اوس يې راته نه نيسئ (کليزه) نو بيا چې مړ شوم بيا نو څه کوم؟ بيا يې نو...
کال لا وتى نه و چې له مرګ څخه زموږ د دواړو وېره پر ترخه واقعيت بدله شوه، دا دى اوس چې مرحوم ننګيال پر ابدي نړۍ دى، زه دا ليکنه يو ځل بيا چاپوم
وايي چې د يونان نامتو فيلسوف اپلاتون به د ښو او مثبتو اړخونو درلودونکي او يا په شعر کې د يوې ښکلې او نوښتګرې لارې څښتن ته د سبک خاوند وايه او هر سړى او هر شاعر يې د سبک څښتن نه باله، خو د هغه شاګرد ارستو بيا دا خبره نه منله او ويل به يې: ((هر سړى يو سبک لري خو د چا ښه د چا خراب.))
ځينې ټولنپوهان ټولنه د ضدينو يانې متضادو اړخونو مجموعه ګڼي، چې ښه او خراب، تور او سپين، خواږه او ترخه، غم او خوشالي يې په هنداره کې ځان ښکاره کوي. انګليسي ليکوال جورج ارويل ټولنه له يوه ژوبڼ سره ورته بولي، چې رنګارنګ موجودات پکې ننداره کېدى شي. خو که چېرې ټولنه يو ژوبڼ وي، نو له دې ژوبڼ څخه به څوک (فاضله مدينه) جوړوي او څرنګه به يې جوړوي؟؟
استاد قيام الدين خادم د شاعر، عالم او سياستمدار تر عنوان لاندې په يوه هنري نثر کې ليکي: عالم په کرونده کې کښت وکړي، شاعر د دې کښت پالنه او روزنه وکړي، خو کله چې د ثمر او مېوې وخت راشي، نو سياستمدار يې مېوه، وږى او ثمر ټول کړي...
نن موږ هم د دغسې يو شخص (شاعر شخص) په باب خبرې کوو، چې په خپلو اوښکو او اوسېليو د انسانانو په زړه کې د مينې د بزغليو د زرغونېدو تکليزې ولولې لري.
دا شاعر او دا شخصيت اسحق ننګيال دى، چې د ١٣٣٥ل کال د ثور پر مياشت يې د لغمان ولايت د الينګار د ښکلې او شاعرانه سيمې د بسرام په يوه زړه وړونکي ننداريز کلي کې د نړۍ ترخو او خوږو ته سترګې پرانيستي دي. اسحق ننګيال لا ډېر کوچنى و، چې د مينې عواطفو او ولولو يې د زړه تارونه لکه د يوه مينه وړي ربابي د رباب د تارونو په څېر ترنګولي وو او په ذهن کې يې ورته د يوې شاعرانه سندريزې جونګړې بنسټ ايښى و. پر ١٣٥٠لمريز کال يانې د ژوند پر پنځه لسم پسرلي د شعر د الهې ورېښمينې ماڼۍ ته ننوت او د خپل ټکلي روح د درملتيا ارام يې وموند. له هغه راهيسې دا دى ٢٥ کاله تېر شول او نن موږ د همدغه ٢٥کلن وياړمن او ارزښتمن ژوند په وياړونو او ارزښتونو د ننګيال د زړه محل ته ننوتى شو او د هغه د زړه او له هغه څخه د راوتلو شعري او ادبي ماڼيو ننداره کولاى شو.
ننګيال خپلې لومړنۍ زده کړې د لغمان ولايت په روښان لېسه کې بشپړې کړي، بيا پر ١٣٥٣ل کال د پوليسو اکاډمۍ کې شامل او تر فارغېدو وروسته د نوموړې اکاډمۍ تدريسي غړى شو. وروسته يې د هېواد د پوځ په دې برخه کې په بېلابېلو ځايونو کې دنده سرته رسولې او هم يې د هېواد له فرهنګي او خپرنيو ارګانونو سره خپل اړيکي ساتلي، خو وروسته بيا دى د هېواد له فرهنګي او نورو خپرنيو بنسټونو سره دومره وتړل شو چې هډو يې خپل آر مسلک هم له ياده ووت او چا لا دا ګومان قدرې هم نه شو کولاى چې ننګيال دې ګنې يو پوځي افسر وي. دده فرهنګي بوختياوو، خواږه شعر او نرم قلم، ده ته د فرهنګ ورېښمينه جامه اغوستې وه. په تېره بيا له شپېتمو کلونو راهيسې ننګيال دومره په فرهنګ کې حل شو چې د چا خبره سرګرولو ته يې هم وخت نه درلود. ننګيال د خپل ٢٥ کلن فرهنګي ژوند له ژورو يا پيل نه نيولې تر لوړو يا تر دې دمه پورې زيات وخت له قلم سره لوبېدلى او قلم يې لوبولى او دغه لاندې شعري ماڼۍ يې جوړې کړې دي:
١- ډالۍ: د ننګيال د ژوند لومړۍ ماڼۍ (ډالۍ) نومېږي چې پر ١٣٦٣ل کال د کورنيو چارو وزارت د نشراتو د امريت له خوا خپره شوې ده.
٢- سپېره ډاګونه او غوړېدلي بزغلي: د شعرونو دويمه مجموعه ده، چې پر ١٣٦٥ل کال د وخت د ځوانانو سازمان له خوا خپره شوې ده.
٣- هغه شېبې هغه کلونه: د شعرونو درېيمه مجموعه ده، چې پر ١٣٦٥ل کال کې د چاپ او خپرونو د دولتي کومېټې له خوا چاپ شوې ده.
٤- څاڅکي څاڅکي: د ننګيال د شعرونو څلورمه مجموعه ده، چې د افغانستان د ليکوالو ټولنې له خوا پر ١٣٦٨ لمريز کال چاپ شوې ده.
٥- ښېرې په مالت کې: د شعرونو پنځمه مجموعه ده، چې تراوسه چاپ شوې نه ده.
٦- سيندونه هم مري: د شعرونو شپږمه مجموعه ده، چې تراوسه چاپ شوې نه ده.
٧- نه جام نه څادر: د شعرونو اوومه مجموعه ده، چې دا هم تراوسه چاپ شوې نه ده.
٨- سيند په منګي کې: د بېلابېلو مقالو مجموعه ده، په مستقل ډول تراوسه چاپ شوې نه ده.
٩- سيورى: ناول دى، چې د څو وروستيو کلونو د پېښو انځورنه کوي. تراوسه چاپ شوى نه دى.
دغه راز د هېواد په بېلابېلو مهالنيو خپرونو کې ګڼ شمېر ليکنې. تر کومه ځايه چې د ننګيال په شخصيت پورې اړه لري او دده د شخصيت پر څېړنه، نو په لومړي ګام کې پخپله د شاعر شعرونه د سړي سترګو ته ودرېږي. په دې مانا چې شعرونه پخپله د شاعر د پېژندنې او د هغه د اندروني ولولو هندارې دي. که چا له پيله تر دې دمه د ننګيال شعرونه له نظره تېر کړي وي، نو تر ټولو دمخه يو شى، چې دده په شعرونو کې زياته ځلا مومي، هغه مينه او عاطفه ده. ننګيال په خپل شعر کې زيات وخت د هيليو له معصومو بچيانو، کبانو، هوسيو، ((اى ښکاري اشنا درته سلام کوم، پام کوه ماشې له ګوتې مه وروړه)) او د عاطفې او مينې نو رو زړه وړونکو موجوداتو سره سفر کړى دى، دا منو چې کله کله به يې د کلتوري او ځينو نورو اغېزو له کبله د شعر ټوپک ته هم لاس کړى وي او پر دښمن به يې ډېرې ډزې کړې وي. ((جنګ دى جنګ دى پر ښايسته ننګرهار جنګ دى)) خو په ورځيني ژوند کې د چا پر ضد ټوپک ته څه چې چړې ته يې هم د لاس تېرولو خيال نه دى کړى. دده د خپلې وينا له مخې د چرګ د حلالولو توان هم نه لري، په همدې ډول دى په خپلو شعرونو کې د مينې په سيند د يوه لاهو شوي عاطفي شخص حيثيت لري. په شعر کې د ننګيال مينه او عاطفه په دې مانا نه ده چې ننګيال دې ګنې د ځينو ټولنيزو ستونزو او چوکاټونو په دننه کې راګير وي او په دې وجه دې دا کار کوي. ننګيال څومره چې په شعر کې مينه وړى او عاطفي دى، هغومره بيا د ټولنيز دود د حاکمو او يا باب چوکاټونو خيال نه ساتي. هغه زموږ د ټولنې د حاکم دوديز چوکاټ پر خلاف ډېر ځله لکه د غني په شان د جام تر مورګو خپلې شونډې رسولي او خپل لوند ګرېوان يې بيا چا نه پټ کړى هم نه دى، که غني له سر زورۍ نه کار اخيست او چا يې مخه نه شوه نيولاى، نو هغه خو يو خانزاده و او يو شهزاده. ننګيال سره له دې چې د شعر د شهزادګۍ رنګينه ډولۍ يې کور ته راننويستې، خو د نور سياسي او اقتصادي ځواک غرونه يې نه وو ولاړ. د ټولنې له دې ډول حاکمو کلتوري دېوالونو څخه سر اوچتول څه اسانه خبره نه ده. د ننګيال په وجود کې هغه شاعرانه خصلت موجود و، چې د ټولنې د دوديزو کړيو پر ضد بغاوت وکړي.
څرنګه چې طبيعت د تحول په حال کې دى، نو انسان چې يو طبيعي موجود دى. هم د بدلون په حال کې دى. ننګيال هم په خپل شاعرانه ژوند او شاعرانه شخصيت کې د بدلون په حال کې دى. که د ننګيال لومړي شعرونه او هم يې د څو کلونو مخنى شخصيت له اوسني هغو سره پرتله کړو، نو ډېر توپير به په کې وګورو. هغه په لومړيو وختونو کې يو څه چاته ((ډالۍ)) کوي، غواړي ((په سپېرو ډاګونو کې غوړېدلي بزغلي)) وکري او خپلې ((هغه تېرې شېبې او هغه کلونه)) راپه ياد کړي او بيا پرې ((څاڅکي څاڅکي)) وورېږي، خو وروستيو کلونو کې بيا داسې نه دى. ((په مالت کې د هغه له خولې نه ښېرې)) راوځي، ((سيندونه مري او وچېږي))، شاعر پکې (بې څادره او بې جامه) کېږي. په شاعرانه مفاهيمو کې جام لکه د قلم په شان د شاعر همېشنى ملګرى او دوست دى او د خپل زړه د اورونو لمبې د جام تر شونډو رسوي او (څادر) د يو کلتور او يوې ټولنې د جامې يوه برخه ده، خو د زمانې ناخوالو شاعر له دې دواړو نه بې برخې کړى دى.
د ننګيال په شعرونو کې دا بدلون په دې مانا نه دى، چې شاعر دې ګنې پر بېلابېلو لارو تللى وي، بلکې په دې مانا دى چې دى په خپل شعري يون کې پوړ پر پوړ د لوړتيا پر لور خوځېدلى دى. دده اوسني شعرونه هم د ښکلا او هم له مانيز پلوه تر پخوانيو شعرونو ډېر اوچت دي. څرنګه چې يې په شعرونو کې لوړتيا ليدل کېږي، دغه راز يې په شخصيت کې هم دې آر وده کړې ده. ددې بهير د دوام په حالت کې به ننګيال د خپل شخصيت د پوره بشپړاوي، نور پړاوونه هم ووهي. خو يو ځل بيا يادونه کوم چې له ننګيال نه به د بل ډول شخصيت؛ اجتماعي، سياسي او نورو ډېره ډېره هيله نه کوو، خو د يو بشپړ شاعرانه شخصيت جوړېدل يې حتمي دي او دا ځکه چې ((شاعران له قيدوبنده بې پروا وي.))