- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- بختيار منصور
- 1350
د یو مظلوم ځوان کيسه.
دوسیه نمبر 5489 او د یو بې مدافع وکیل تورن کیسه
۱۳۹۳/۲/۲۶ نیټه له کابل څخه درې میلمانه چې درې نور ورسره له جلال اباد ملګري د ننګرهار ولایت د خوږيانو ولسواليو په لور خوزيږي تر هغې چې پیښه رامنځته کيږي د تګ موخه پټه ده خو ویل کيږي چې کابلي میلمانه د نیازمين په نوم له یو خوږياني سره کومه ځانګړې موضوع لري. هغه مهال په رسنيو کې دا تر ټولو زیات ګرم خبر شو چې د طالبانو له لورې درې میلمانه په خوږياڼيو کې په شهادت ورسول شول، په درې و کې یو هم د پنجشیر وه.
پیښه داسې رامنځته شوه چې میلمانه د نیازمين په دیره کې ناست و چې همدې کلي ته طالبان راغلل دوی سره مل جلال اباديو ملګرو یې له دی ځای د تیښتې سپارښتنه وکړه خو کابلي میلمنو یې هم خبره ځمکې ته ونه غورځوله او پل یې پسې واخیست سرک ته رسیدو سره سم یې د ملي اردو جامو کې وسله وال طالبان مخ ته شول او درې واړه یې شهیدان کړل.
دا ټوله قضیه د خوږیانوال کوربه په نه موجودیت کې ترسره شوه خو یو شخص چې له دوی سره په هجره کې حاضر و هغه د نیازمن په نوم سړي کورنی خپلوان زلمکی و چې ۱۳۹۲ کال کې لا ایله له مکتب فارغ شوی و.
دغه زلمکی بختیار نومیده چې اوس یې فیس بوک کې د بختیار منصور په نوم پاڼه جوړه کړې ده او پورته دوسیې په تړاو یې معلومات هم له همده تر لاسه کړل.
بختیار وايي چې وسله وال طالبان کلي ته د عشر ټولو پسې راکوز شوي و او په یو جمات کې و چې خبر یې تر لاسه کړی و جاسوسان دلته راغلي، په دغو درې کابلي میلمنو کې چې یو یې پنجشیری او دوه لغمانیان و د پنجشيري دریشي په تن وه او دا په خوږیاڼیو کې بیخې نوې خبره وه چې کلي ته دې څوک په پتلون کې راشي.
بختیار وايي د جلال ابادي میلمنو په ټېنګار دوی زما دا خبره ځمکې ته وغورځوله چې په دې دیره کې د ملا عمر پلار هم درته څه نه شي ویلی او پایله یې همدا شوه چې د سرک سر ته رسیدو سره سم د وسله والو له خوا ووژل شول.
بختیار منصور وايی چې له دې پېښې شیبې وروسته د ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ لخوا د ده دمور د کاکا زوی نیازمین د پولیسو له خوا ونیول شو او دا چې دی دهغه مهال دجلال اباد د ولایتي شورا له یو غړي جاوید زمان سره ملګرتیا درلوده نو د ولسوالۍ قوماندان ته یې زنګ وهلی او د نیازمن د خلاصون غوښتنه یې کړې خو هلته په ورتګ یې بختیار منصور هم نیولی چې ګوندې ولې یې په دې قضیه کې د سفارش غوښتنه کړې.
بختیار منصور وايي چې دی هله پوی شو چې محکمې ته وړل شوی و او قضیه داسې وه چې له کابله راغلو میلمنو څه موده وړاندې په پل چرخي کې د نیازمن ضمانت کړی و.
نیازمن په کابل کې د تفانچې سره نیول شوی و چې بیا یې پنجشیري ضمانت کړی و او دوی د همدې قضیې په تړاو خوږیاڼيو ته راغلي وو.
بختیار زیاتوي چې ده ورته ویلي و چې په دې شرایطو کې نه باید دوی تر دې ځایه راغلي وای خو دهغوی ځواب دا و چې غواړي په خوږیاڼيو کې چکر ووهي.
بختیار منصور چې د نیازمن په نه شتون کې یې د راغلو میلمنو خدمت کولو تور پرې پورې شو چې په تلیفيون یې ډيرې خبرې کولې او بیا بیا به کور ته دننه کیدلو.
خو بختار منصور وايي چې تر اوسه یې د تلفیون مکالمې نه دي اوریدل شوي چې ده چا سره خبرې کولې.
دی زیاتوي چې د ابتدایه او استیناف په #محکمو کې د مقتولينو د کورنيو له اړخه ورته وویل شول چې دی به په دې شرطه له دې قضیې وباسي چې دی د نیازمن په اړه ګواهي ورکړي چې دغه کسان هغه وژلي.
خو بختیار وايي، دی څنګه داسې شهادت ورکړي چې ده لیدلی نه دی او په دې هم نه پوهیږي چې پیښه د چا له خوا رامنځته شوې ده.
دی زیاتوي چې په جلال اباد ښار کې د زیاتې ګرمۍ له امله یې ایله څو ورځې وړاندې کور خوږیاڼيو ته راوړی و.
بختیار منصور زیاتوي چې د مقتولینو د کورنيو له خوا شوی وړاندیز یې ونه منه او د پوښتې د کس د نشت له کبله یې دوسیه کابل ته را انتقال او دوی په پل چرخي زندان کې زندانیان شول.
بختیار منصور ګیله کوي چې ابتدایه او استناف دواړه محکمې چې په ده یې هم د اعدام حکم کړی دده د مدافع وکیل په نه شتون کې ترسره شوي او ده ته یې له ځانه د دفاع چانس نه دی ورکړی.
درې محکمې ته یې د ځان له پاره مدافع وکیل هم نیولی او دده له خوا دغه قضیه د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې د پخواني رییس اجمل هوډمن له خوا مخ ته وړل کيږي.
درېمې محکمې هم د استناف حکم تایید کړی خو دوی هیله مند دي چې په غوښتنه به یې قضیه یو ځل بیا له سره شي.
بختیار منصور د کورنۍ مشر زوی دی پلار یې اتلس کاله وړاندې له فانی نړۍ سترګې پټې کړي او کشری ورور یې ننګرهار کې کومې شخصی راډيو سره کار کوي.
بختیار منصور په فیس بوک کې دخپل کشري ورور تسل یار تسل له دولسمه په فارعت هم خوشالي ښودلې.
وخت ناوخت د هجر او له زندانه ګیلې او فریاد هم کوي او د عدالت غږ یې هم پورته کړی دی.
بختیار سره یې لسګونه د فیس بوک ملګرو دا غږ بدرګه کړی دی چې دی په قتل کې نه دی شریک او پر ده ورتپل شوی دی.
بختیار زما په شمول د اختر په شپو ورځو کې له اکثرو هیوادوالو غوښتي چې دده د بې ګناه اعدام مخنیوي کې ورسره همکاري وکړي.
ما د دې دوسیې د جانب مقابل دلایل نه دي لوستي او اوریدلي خو دا چې محکمه پرته د مدافع وکیل له خوا مخ کې یوړل شي دا خپله د پوښتنې وړ مسله ده.
ددې له پاره چې سهي عدالت پلی شي او اصلي مجرم ته سزا ورکړل شي مناسبه ده په یوه ډاډمنه فضا کې دا قضیه یو ځل بیا له سره و څیړل شي او مدافع وکیل تورن ته ورکړل شي چې د خپل موکل حقوق خوندي کړي.
ګني د بې غورۍ له کبله به یوه بې ګناه ځوانه څېره په دار وځړيږي.
د عدالت په هیله