کرکټ چا تباه کړو؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سیدقهارعمرزي
  • 1109

 کرکټ په افغانستان کې هغه لوبه ده چې زیات شمیر خوښونکې په افغانستان او نړۍ کې لري، نن سبا د افغانانو د خوشحالی یوه ذریعه چې هغه کرکټ دي هغه هم د فساد او میراث په لاس د تباهي تر مورچله رسیدلي دي، په دې ورستیو کې د کرکټ بې شرمه ماتو د زیات شمیر مینوالو زړونه ماتي کړي چې ددې یواځني لامل د میراثیانو د خپلي سري او د خپلو وروڼو انتخابول دي، بلخوا کرکټ بورډ چې بې دریغه بودیجه لری، هغه د کرکټ بورډ د بې مسؤلیته او بې احساسه غلو لخوا چور کیږي، په داسې حال کې چې مونږ اوس فولممبرشیپ هم ترلاسه کړئ د فولممبرشیپ سره لوبډلې پر مخ ځې خو زمونږ د بې مسؤلیته او غلو بورډیانو له کبله مو کرکټ د تباهي تر کندي رسیدلي دي، کرکټ بورډ د یو څو غلو د انحصار لاندې دي، د بیت المال په پیسو دا غل او فاسد چورواکې عیشرتونه کوي،هیڅ د الله ج څخه ډار نلري،کرکټ بورډ تراوسه ملې لوبډلې ته یو ښه روزونکې ونه نیو دوی تل داسې روزونکې ملې لوبډلې ته نیولي دي چې د کرکټ تاریخ یې ډیر بی کاره وي،دوي تراوسه د ملې لوبډلي د توپ وهني په لین جوړولو کار ونکړو، دوی تر اوسه د ملې لوبډلې د ویکټ په وار وار د غورځیدو لامل معلوم نکړو، دوی تر اوسه د ملې لوبډلې د توپ وهني ترتیب برابر نکړو، دوي تراوسه د ملې لوبډلې د هر لوبغاړي د روایستلو پوزیشن برابر نکړو، د ملې لوبډلې یې کلیوالي لوبډله جوړه کړي چې کوم لوبغاړي څه وخت وغواړئ توپ وهنی ته راوځي، نه یې د بالر د راویستلو پوزیشن معلوم وي او نه یې د توپ وهونکې د راویستلو پوزیشن معلوم وي، هغه کرکټ لوبډله چې به یې سکاټلینډ هانګ کانګ او داسې نوري لوبډلې د سترو ماتو سره مخ کولي نن د هغو لوبډلو څخه شرمونکې ماتي خوري، علت یې د کرکټ بورډ د رهبري غلا چور چپاول د انحصار لاندې راوستل خپل سری د کرکټ بورډ په رهبري کې هغه څوک راغونډ شوي دي چې د ملت په خوښه نه د خپلې ګیډي په خوښه پریکړي کوي، خپل خپلوان انتخابوي د پیسو په بدل د واسطو په بدل لوبغاړي انتخابوي، مثال یې د ۱۷کلنو لوبډله پرته د اعلانولو هندوستان ته د لوبو لپاره واستوله، د زمبابوي سریز وروسته د کرکټ بورډ سلیکشن کمیتۍ د ملې لوبډلو د انتخابولو پرته زمبابوي ته د نړیوال جام کوالیفای لوبو لپاره ولیږله، او نتیحه یې د نړیوال جام کې د شرمونکو ماتو لامل شو، د سلیکشن کمیټي مشر جناب منګل صیب د خپل ورور لپاره نورعلی او جاوید احمدی له لوبو محروم کړل، یو شمیر بې عقل وایې چې جاوید نن څه وکړل خو د جاوید اوله لوبه وه د ۱۰۰%فیشار وخت وه چې ملې لوبډله د پنځوس اوریزه نړیوال جام څخه محرومه شوي وه، خو جاوید کوشش کوو تر څو چټکه لوبه وکړي خو قسمت ورسره یاری ونکړه او نوموړۍ ۲۲منډي جوړي کړي، خو میراثیانو څه وکړل، ټول کار میراثیانو خراب کړو،ددې شرمونکو ماتو یواځینۍ لاملان میراثیان او د کرکټ بورډ فاسد چارواکې دي، کرکټ مو همدې میراثیانو خراب کړو، د کرکټ بورډ د غرقیدو بیړي مشعال،سور شپک،او میراثیانو پر مخ روانه کړي ده، فولممبرشیپ اخیستل د هر افغان یو ستر ارمان ؤو، خو خوشبختانه دا ارمان هم الله ج پوره کړو، خو د ممبرشیپ ساتل اوس اړین دي، خو څو تنه فساد کوونکې او میراثیان په بورډ ورننوتي دي،او کرکټ یې د تباهي په لور روان کړي دي.

نو مونږ وده او ړوند ولس ته پکار ده چې نور ددې غلو پر وړاندې د الله د رضا لپاره مبارزه پیل کړو،مونږ کرکټ بورډ ته داسې کسان غواړو چې دا شته فساد او میراثیان د جرړي ختم د کرکټ دا د غرقیدو بیړي د غرقیدو څخه وژغوري، ښه روزونکې وګماری او عملاً کارونه پیل کړي په اچنډاګانو منډګانو څه نکیږي عمل پکاری دي هر نیمګړۍ کار سوری او رمباړی وهی چې زه بیارغول غواړم، خو دوي کلونه په دې اجنډ او نور غویمو کې تیر کړئ، اصل کار ته چې څو راځي نو کرکټ مو تباه او برباد شوي وي،زمونږ دا غلا او میراثي مخلوق نور په کرکټ بورډ کې نه دې پکار مونږ د کرکټ بورډ لپاره د عمل کولو خلک غواړو هر کار د لومړۍ ورځې عملي کول غواړو، کچیري دا میراثیان او غله همداسې پاتي شي په کرکټ بورډ کې نو دا درته په باور سره وایمه که نن څو لوبي وشرمیدي سبا به دا ممبرشیپ هم په شرمونو کې ډوب کړئ، د افغان ولس هغه ارمان چې کلونه انتظار یې ورته کولو هغه به د خاورو سره خاوري کړئ.

مونږ نغواړو میراثیان، مونږ نغواړو مشعالیان، مونږ نغواړو شپیلاقیان، نغواړو نغواړو مونږ پرمختللي کرکټ غواړو، مونږ پرمختللي کرکټ غواړو، مونږ پرمختللي کرکټ غواړو، مونږ پرمختللي کرکټ غواړو، مونږ پرمختللي کرکټ غواړو.

مونږ ددې غلو ګوښه کیدل غواړو،غواړو، غواړو، غواړو، غواړو.

په درنښت
ستاسو دردمن ورور سیدقهارعمرزي