په افغانستان د شوروي اتحاد پوځي يرغل


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شهسوارسنګروال
  • 1436

 ګروميکو، ښايي د نېشې په حالت کې له برژنف نه د «ودکا» د شرابو د څښلو په تړاو پوښتي وي چې ولې روسان د «ودکا» په څښلو روږدي، دي؟


هغه ورته هم په ډېر وياړ دغه ځواب ورکړ چې «روسان پرته له «ودکا» نه ژوند نشي کولی، نو ځکه خو دوی ودکا څښي... نو ده په ځانګړي ډول ټينګار وکړ چې ګني دی هم پرته له هغو نه ژوند نشي کولی.»[1]

هغه مهال چې د مسکو چارواکو وپتېله، چې سرې لښکرې پر افغانستان باندې د يرغل لپاره چمتو کړي، د يوې غونډې په ترڅ کې چې برژنف د تل په څېر داسې د ودکا په څښلو نېشه شوی و چې ځان يې نشو ټينګولای، خو همدا به يې له خولې وتل چې «کثيف انسان».

ده چې ځان يې نشو کابو کولای پداسې وخت کې دا خبره کوله چې د ګروميکو تر مشرۍ لاندې چې اوستينوف، اندروپوف او يو شمېر نور هم په غونډه کې حاضر وو، د خبرو په لړ کې چې برژنف قدم وهه او ګروميکو به هم کله کله له مټ نه ټينګ کړ چې و نه غورځېږي، نو په غوږ کې يې ور وڅڅوله:

«امين ډېر خطرناک انسان دی، «اوليانوفسکي» چې د نړيوالې ادارې مرستيال وه، ده هم په دغه غونډه کې شتون درلود، ده په دې اړه ويلي دي:

«برژنف نږدې وه چې څو وارې وولېږي خو ګروميکو به بېرته کېنوه، ولې په غوږ کې به يې ورته ويلي نوي اطلاعات مو ترلاسه کړي دي او داسې ښکاري چې امين څومره خطرناک انسان دی؟»[2]

کله چې دغه ډله چې په سر کې د شوروي اتحاد د کمونست ګوند عمومي منشي برژنف وه، دې پرېکړې ته ورسېدل چې په افغانستان به د امين پر وړاندې وسلوال بريد کوي.

هغه وو چې:

«د ډسامبر په ۲۴ نېټې د شوروي اتحاد د پوځونو لومړۍ ډله د هوا له لارې افغانستان ته ورسېده.»[3]

لکه څرنګه چې شوروي په پټو سترګو له خپلې سياسي وېرې دېته بډې را ووهلې چې په افغانستان پوځي يرغل ته لاره پرانېزي.

همدا رنګه امريکا هم له دې وېرې چې ايت الله خميني د ايران پادشاهي نظام (۱۹۷۹ کال) چې د امريکا متحد وه ړنګ کړ، خواشينې وه.

که د واشنګټن چارواکي په پهلوي شهزاده ګانو خپه وه، خو مسکو واکمن د ايران «تودي» ګوند ته خواشيني ول چې څرنګه کولی شي چې له يوې خوا د توده يانو سياسي هلې ځلې له ګواښ سره مخ نشي او له بلې خوا د «ثور انقلاب» وژغوري؟

دوی دې پرېکړې ته ورسېدل چې پخپل پوځي يرغل به هم د افغانستان نظام وساتي او هم به د ايران اخوندان په دې ووېروي چې د «تودي کمونست» ګوند له ځپلو لاس په سر شي.

دلته دی چې جنرال کريلوف ته دنده وسپارل شوه چې د افغانستان د کړکېچ په تړاو معلومات وړاندې کړي.

نوموړی چې له ۱۹۷۵ کال نه تر ۱۹۷۹ ز کال پورې په افغانستان کې پوځي سلاکار وه د افغانستان د پوځي او سياسي حالاتو په تړاو د شوروي د بهرنيو چارو وزير ګروميکو، د کي جي بي رييس اندروپوف، د دفاع وزير مارشال اوستينوف لوی درستيز جنرال اګارکوف، د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال کرنينکوف او تورن جنرال اېوانوف ته په يوه غونډه کې بشپړ معلومات وړاندې کړل، موروزوف هم په شوروي سفارت کې (۱۹۷۵ – ۷۹) د کې جي بي د مدير د مرستيال په توګه کار کوه، د ډسمبر له لومړۍ نېټې نه تر ۲۴ نېټې پورې دا ډول پرلپسې غونډې روانې وې.

په پای کې مارشال استينوف د ډسمبر پر ۲۴ نېټې د ورځې په پيل کې د شوروي د دولتي او ګوندي چارواکو پرېکړه اعلان کړه چې په افغانستان به پوځي يرغل کوي.

همدا لامل وه چې د يوې پوخي ډلګۍ له لېږلو سره جوخت «اېن ۱۲، اېن ۲۲» الوتکو د کابل په هوايي ډګر کې الوتنې پيل کړې، د ګوند غړو اعلان وکړ چې د کابل ښاريان دې خپلو کړکيو ته پردې واچوي چې بېرون ته څه و نه ګوري دا څومره وړه او غولوونکې سياسي خبره وه چې شوروي سلاکارانو افغان چارواکو ته په غوږ کې اېښې وه او هغو هم په کڼو غوږو او پټو سترګو دا ناره راپورته کړه چې پردې واچوئ او د «الارم» له غږولو سره ځانونه عيار کړئ... يانې څه؟ يانې: داچې د شوروي اتحاد يو غولوونکی سياست!!

شوروي اتحاد، په همدې پلمه د کندهار او شينډنډ په هوايي ډګرونو کې جنګي الوتکې ځای پر ځای کړې او د پنځه زرو په شاوخوا کې وسلوال ځواکونه يې چې په سپکو او درنو وسلو سنبال وه د ډسمبر په ۲۷ نېټه په هوايي ډګرونو کې مېشت کړل.

په همدې ماښام د اوه (۷) بجو په شاوخوا لومړی پر راديو افغانستان بريد وشو او بيا د تاج بېک ماڼۍ تر اور لاندې راغله.

موږ د مخه وويل چې د امين په ګډون د ګوند او دولت چارواکي مسموم شوي ول.

ماته (ليکوال) د راديو تلوېزويون يو کمره مين چې صديق نومېده له «عمر» سره يو ځای د همدې ماښام د شپږو بجو په شاوخوا کې را ته وويل:

موږ چې د غونډې انځورونه او تصويرونه د غونډې پر ځای کې کره کول وموليدل چې د حفيظ الله امين په څېره کې داسې څه برېښېدل چې موږ ته يې داسې اندېښنه پيدا کړه چې دغه تصوير د خپرېدو وړ ندی.

ما د امين صاحب ياور ته وويل چې که امين صاحب ته ووايې چې د کمرې مخې ته راشي او د «خبر» لپاره يو ښه تصوير ترې واخلو.

هغه را ته په ترخه او تريب تندي وويل: که په نيمه پوهېږې کمره دې ټوله کړه او له دې ځايه دې پښې سپکې کړه.

ده داهم وويل:

زه لا د امين صاحب له ياور سره په خبرو کې وم چې د مرکزي کمېټې دوه غړي چې نوم يې ما (ترې وپوښته) خو ده وا نخست په زينه کې را «کولې» شول او ورغړېدل.

د شوروي اتحاد، د هوايي پل په تړاو چې نه يوازې خلکو اندېښنه لرله، چې ګني په دغو الوتکو کې ټانګونه لېږدول کېږي. بلکې حفيظ الله امين ته هم دا د اندېښنې وړ شوه چې بېلابېلو سرچينو هم ورته د يوه ګواښ په سترګه کتل، امين لکه د تره کي په څېر دا منلې وه چې يو شمېر روسي پوځونه به ستا امنيت ساتي. ولې وروسته يې چې وليدل، الوتکې بېړنۍ بڼه لري، نو خوشبيني يې په بدبينۍ بدله شوه.

له دې سربېره له يوې خوا امين ته دا هم ويل شوي ول چې ببرک کارمل به مني، کوم څه چې امين ته دغه خبره د منلو وړ نه وه. او له بلې خوا د ده ليدنې او کتنې چې له امريکايي دېپلوماتانو سره ډېرې شوې وې پخپله يې ورته پوښتنې پيدا کړې وې.

دا چې ده په دغې شپه (د جدې شپږمه نېټه) غوښتل يوه تلوېزيوني وينا وکړي، ښايي موخه به يې دا وه چې د شوروي د ډېرېدونکو ځواکونو په اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړي. په دې خواشينی وه که ولس له دې خبر شي نو بيا به د ثور د انقلاب ارزښت را ټيټ شي.

ولې ده ته يې دغه وخت ورنکړ چې دی خپل غبرګون خلکو ته ورسوي، بېهوښه شو او په پای کې ووژل شو.

د ليونيد شبر شين Leonid shebar shin د کې جي بي د مرستيال له انده څرګندېږي چې امين د دوی ګټو ته يو ګواښ وه.» امين په دې اند وه چې پر موږ د مصر د جمهور رييس انور سادات کانه وکړي.»[4]

ځکه خو د ده په بېهوښۍ کې دوی ګڼلې وه چې له يوې خوا به پوځي پرمختګ ته لاره اواره کړي او له بلې خوا به په همدغه حالت کې په ده د شوروي ځواکونو د راغوښتلو سند لاسليک کړي.

د شوروي ځواکونو د رابللو او بريد په اړه ويل کېږي چې ګني، د افغانستان له لوري د تره کي او امين د ۱۹۷۸ کال د تړون پر بنسټ شوی دی چې د ډسمبر په پڼځمه نېټه لاسليک شو.

ولې ځنې کورنۍ او بهرنۍ ډاډمنې سرچينې دا نه مني. بلکې د فرهنګ په څېر تاريخپوهان په دې اند دي چې: «په افغانستان د شوروي ځواکونو د يرغل او بريد مسئوليت د کارمل پر غاړه دی چې د سرو لښکرو په سيوري کې کابل ته راغی.»[5]

د شوروي پوځ کوم ټولګی يانې د مسلمانانو کنډک او د زينت قطعه چې د امين د غولولو لپاره را دې مخه شوې وه هسې يوه پلمه وه. دا ځکه چې د ډسمبر په ۱۳ مې نېټې د روسي ترکستان د پوځي ځواک عمومي قومندان جنرال ماکسيموف خپل مرستيال تورن جنرال توخارينوف ته سپارښتنه وکړه چې پوځونه يرغل ته تيار کړي. که څه هم د جدې له شپږمې نېټې د مخه خالبايف (۲۲ ورځې) وړاندې د عملياتو د پلان لپاره استول شوی وه. ماکسيموف د هوا له لارې ځان ترمز ته ورسوه، ځکه چې هلته د څلوېښتمې فرقې پلاز وه او ټول ځواکونه د تيارسۍ په حال کې وو.

کوم پوځي تشکيل چې هلته جوړ شیوی وه، سيمې او نړۍ ته د هېښتيا او حيرانتيا وړ وه او ډېر نامتو پوځي چارواکي چې موږ توخارينوف، جنرال وتکاپوف، جنرال لويانوف، جنرال کرچاکين او نور يادولی شو، دوی په هغو پوځي ټولګيو کې په دندو بوخت وه. لکه را وخله د ديسانت لوا، د راکټ او دافع هوا لوا، د مخابرې، انجينرۍ، لوژستيک او تاميناتو جزوتامونه، هوايي ځواکونه، ترانسپورتي اسانتياوې، او نور جګړه ييز ځواکونه يادولی شو چې په سر کې مارشال سکولوف ټاکل شوی وه.

په پای کې دغو ټولو هوايي او ځمکني ځواکونو د ترمز له لارې چې لومړی شمېر اتيا زرو ته رسېده په افغانستان بريد وکړ.

د شوروي پوځونو د شمېر په تړاو داسې انګېرنې شتون لري چې ګني يوسلو شل زرو په شاوخوا کې ځواکونو (ځنې له دېنه ډېره او ځنې دغه شمېره لږ ښيي) په افغانستان يرغل وکړ.

الکساندر ليا خفسکي پدې اند دی چې کله دغه ټول شوروي ځواکونه دېته چمتو شول چې په افغانسان ورتويې شي نو بيا:

«هغه ځانګړي ځواکونه چې د تاج بېک د ماڼۍ په شاوخوا کې وو د ګوند او د دولت په مشر حفيظ الله امين يې بريد وکړ او وې واژه.

د ډسامبر په ۲۷ نېټې اندرو پوف د تيلفون په کرښه لومړی کارمل ته د ثور انقلاب د دويم پړاو د بري مبارکي ورکړه او بيا يې د شوروي پراشوټي قطعې ته امر وکړ چې ببرک کارمل ډېر زر کابل ته ورسوي.

... شوروي چارواکو لومړی غوښتل چې کارمل په الوتکه کې ولېږدوي، خو وروسته يې د څو روسي ټانګونو په بدرګه په محاربوي ماشين کې د «شيرګين» تر قوماندې لاندې چې د «الفا» په نوم د استخباراتو يوه قطعه هم ورسره وه کابل ته ورسوه.»[6]

بايد په دې پوه شو چې کارمل د يرغل په سبا له تاجکستان نه د بګرام هوايي ډګر ته په الوتکې کې او بيا يې کابل ته په ټانګ کې ورسوه.

اندروپوف دغه امر په داسې وخت وکړ چې ده ته د حفيظ الله امين د وژلو ډاډ ورکړ شو. (ان تر دې چې مړی د سروري او ګلابزوی لخوا کتل کېږي) او بيا د کې جي بي غړو ته سپارښتنه وشوه چې اوس امين په هغه کنده کې چې د ماڼۍ شا ته کيندل شوې وه ښخ کړي.

عبدالقدوس غوربندي د يوې قطعې د قومندان له خولې چې د پېښو عيني شاهد وه پخپل کتاب «نګاهې به تاريخ...» کې د دغې شپې پېښې داسې کښلې دي چې ګني امين سره بايد داسې شوي وی.:

«د شپې په وروستيو کې عبدالوکيل چې د شوروي پوځونو يونيفورم يې په غاړه وه (صاحب منصبان يې را ټول کړي ول) په سپکو سپورو يې امين د (C.I.A) جاسوس باله. موږ يې هره ګړۍ په مرګ تهديدولو... امين د C.I.A په دستور پاکستان سره سازش کاوه.»[7]

دا ډول ډېرې سپکې سپورې د نوموړي له خولې نه وتلې . په پای کې سرو لښکرو د کابل مهمې ستراتېژيکې سيمې ونيولې او پرچميان يې پر ټولو ملکي او پوځي سيمو واکمن کړل.

[1] - The Observer, London, April 2, 1989. p.1.

[2] - Yuri Gankovsky, Director of the Afghanistan project of oriental studies.

[3] - interview, Moscow, March 3, 1993.

[4] - بوليټن، ودرولسن، نړيوال مرکز ژمی ۱۹۹۶ – ۱۹۹۷، ۱۳۰ مخ.

[5] - فرهنګ مير محمد صديق دويم ټوک ۱۶۰ مخ.

[6] - الکساندرلياخفسکي توفان د افغانستان ۱۹۳ مخ.

[7] - غوربندي عبدالقدوس نګاهې به تاريخ حزب ۹۴ – ۹۵ مخونه.