د کابل حکومت د جګړې دوام غواړي او د سولې پلوی نه دی

د کابل حکومت د جګړې دوام غواړي او د سولې پلوی نه دی


  • 4 کاله دمخه (20/10/2020)
  • خليل
  • 1174

‏د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په اسلام اباد کې په یوې خبري ناسته کې وايي چې «د کابل حکومت د جګړې دوام غواړي او د سولې پلوی نه دی.»

حکمتیار وایي؛ امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې او له وتلو پرته بله چاره نه لري.

حکمتیار زیاتوي؛تر هغې چې ټول بهرنیان له افغانستانه بهر نه شي په دغه هېواد کې به سوله ټینګه نه شي.

حكمتيار ويلي ، چې سوله د افغانانو لومړیتوب دی او پاکستان د امریکا- طالبانو هوکړه کې پام وړ رول لوبولی دی او له دې وروسته هم د سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته ژمن دی.