طالبانو او امریکا پر پانګونو او اقتصادي مسایلو خبرې کړي

طالبانو او امریکا پر پانګونو او اقتصادي مسایلو خبرې کړي


  • 4 کاله دمخه (22/10/2020)
  • خليل
  • 1290

د طالبانو د قطر دفتر ویاند نعیم په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې آدم بولر په دوحه کې د سیاسي دفتر له مرستیال شیرعباس ستانکزي سره په افغانستان کې پرپانګونې او اقتصادي پراختیا خبرې کړې دي.

د نعیم په وینا دواړو لورو په افغانستان کې د سولې پر راتګ ټینګارکړی او په وینا یې افغانستان هغه مهال د پانګونو او اقتصادي فعالیتونو لپاره مناسب دی چې له دایمي ثبات برخمن وي.

د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې مشر ویلي، چې افغانستان د پانګونو د جذب لپاره غوره فرصتونه لري نو طالبانو ته په کار ده چې جګړه او تاوتریخوالی کم کړي.

طالبانو هم په دې لیدنه کې ژمنه کړې، چې دوی په افغانستان کې د پانګونې او سترو پروژو د عملي کولو لپاره فرصت برابروي.

طالبان او امریکا داسې مهال پر اقتصادي مسایلو خبرې کوي چې په افغانستان کې روانې خونړۍ جګړې د افغانانو ژوند تریخ کړی دی.