د عبدالقدیم پتیال مقالې - لومړی برخه

د عبدالقدیم پتیال مقالې - لومړی برخه


  • 4 کاله دمخه (22/10/2020)
  • محمد یار یار
  • 2017

ځوان عبدالصمد ستري دې د برکت شي، د شهید پتیال ۵۰ مقالې یې له مختلفو رسنیو راټولې، تدوین او په ۴۶۴ مخه کې چاپ کړې او نوم یې پر کښېښود: "د عبدالقدیم پتیال مقالې"
د کتاب ایډیټ نصیر احمد صابر، ډیزاین یې م. عمر کړی او په ۱۳۹۹ل کې، په ۵۰۰۰ تېراژ، د کندهار اطلاعات و فرهنګ ریاست له خوا خپور شوی دی.
ستري صاحب مهربانې وکړه، د شهید پتیال د ځوان عمر د تحقیق، تنقید او تحلیل پر دغه خزانه یې، په ما د یوه یوولس مخیز یادښت په لیکلو ویاړ را وباخښه خو کاشکي خپله مدون هم د خپل کار انګېزه، اراده، د کار روش، ستونزې او اړتیا هم پر لیکلې وای، که زه خبر وای چې نوموړی دا کار نه کوي نو ما به خامخا مجبور کړی، یا لږ تر لږه، د هغه ارزښت ته متوجه کړی وای.
ما محترم ستري لیده چې هغه زموږ له دغه ځوان شهید سره، د څومره ژورې خواخوږۍ له مخې، له مختلفو سرچینو څخه، د هغه د بېلابېلو مقالو په راجمع کولو لاس پورې کړی دی او په دې هم پوهېدم چې دغو ټولو ریفرینسو ته رسېده هم ستونزمن کار دی ځکه له بده مرغه، موږ د خپلو متونو د تولید لپاره، په دولتي سطحه داسې یو ډسپلین نه لرو چې د عامه کتابخانو په شکل، همېشه لاسرسی ور ته ولرو او د ډیجیټل کولو بحث خو یې بیخې مطرح نه دی؛ بس که په شخصي توګه، کوم چا هڅه وکړه ویې کړه، که نه نو ډېر ضروري مواد مو د ملت له لاسه وتلي بوله او د شخصي ادرسو موندل، بیا ور ته لاسرسی هم اسانه خبره نه ده؛ په دغسې وضعیت کې د ښاغلي ستري ستړیا زیاته د ستاینې وړ ده.
زما لپاره د توقع خلاف نه، خو جالبه ده چې زما په شمول، له هغو سړیو و کړیو چې د دغسې یوه مهم فرهنګي خدمت هیله کېده، ومو نه کړ، مګر ځوان ستري مې، تر هغه مخکې چې ماته یې پر دغه اثر د سریزې یادونه کوله،نه وو لیدلی، نه مې یې نوم اورېدلی وو؛ دا زما لپاره لکه یو ښه خوب داسې وو.
ما پر نوموړي باندې، د دغې مجموعې د دقیق ایډیټ لپاره ډېر ټینګار وکړ خو د ده بېچاره دا بېچارګې ګوره چې د دغسې همکارۍ لپاره یې نه څوک لیده، نه یې هیله وه؛ ماته یې د ټولګې سافټ کاپې راکړه؛ ما له یوې خوا د کمپیوټر له تخنیک سره د نابلدۍ او صحي ستوتزې له مخې د تصحیح قول نه شوای کولای، بله دا، هغه منابع چې مقالې ځنې را ټولې شوي، هم راسره نه وې چې ور سره مقابله کړي مې وای؛ په هر صورت، اوس پر کتاب د نصیر احمد صابر نوم د مصحح په صفت راغلی چې نوموړی هم له نژدې نه پېژنم خو امید دی چې نوموړی به هم، لکه ستري صاحب، زموږ د فرهنګ په دښته کې یو غوړېدلی زلمی ګل وي او سم به یې تصحیح کړی وي.
ښه دی چې دلته د دغو مقالو فهرست هم در سره شریک کړم:
۱- پر "شعرونه او نقدونه" نومي کتاب نقد
۲- وحشي تشبیهات
۳- "ادبي ډېوه" د نقد په درشل کې
۴- د پښتو هنري نثر سرلاري
۵- پښتون فردوسي
۶- د غنمو وږی
۷- فواید شریعه
۸- دومره تقلید؟
۹- زموږ به ولې نه خوښیږي
۱۰- یوه لنډه یادونه
۱۱- په پښتو کره کتنه کي نیمګړتیاوي
۱۲- پښتو آثار د احتکار په دام کي
۱۳- پوهاند علامه رشاد
۱۴- د خرافاتو نړۍ
۱۵- د کندهار تاریخ
۱۶- امین الله زمریالی، د پښتو نثر یو مخکښ لیکوال
۱۷- پښتو هنري نثر
۱۸- زه سرکښه په لمبو د جهنم مرم
۱۹- پوهاند حبیبي، د پښتو هنري نثر یو مخکښ لیکوال
۲۰- په پښتو کې نظم ته ډېره اړتیا ده، که نثر ته؟
۲۱- ملا عبدالغفور اخند
۲۲- پښتو قدوري
۲۳- د علامه رشاد د نثر او نظم هنري اړخ
۲۴- د آندونو پر ښیښه د پوهاند رشاد څېره
۲۵- د افغانستان منظوم تاریخ، د میر حیدر صاحبزاده
۲۶- نبو (د کندهار یو نومورکی شاعر)
۲۷- د محمد نسیم نوري شاعرۍ ته یو ځغلند نظر
۲۸- آیا پښتو یو لیکنی معیار لري؟
۲۹- د علامه حبیبي شل مقالې
۳۰- د لمبې د دوهم کال داستاني یون
۳۱- علامه حبیبي په پښتو ادب کي د ادبي تحلیلونو بنسټ ایښوونکی
۳۲- د عبدالباري جهاني شعري ژباړي
۳۳- عبدالله- ۱۱۱۹ ه ق د ژوند زمانه
۳۴- لودي پښتانه
۳۵- آیا موږ خپله لیکګري نه لرو؟
۳۶ علامه حبیبي او لغت پلټنه
۳۷- درې نتلي
۳۸- ارواښاد عطایي او د آسیا په زړه کې طوفان
۳۹- د میر حیدر صاحبزاده ځلوریځي
۴۰- د کلات یو ژوندۍ نومورکې شاعره
۴۱- د میر حمزه تلوکاني د ژوند زمانه
۴۲- روڼي شپې، د ښاغلي هوتک د شاعرۍ دوهم ګام
۴۳- لوی بابا د ادب په میدان کي
۴۴- افغاني موسیقي، د استاد ژواک د کوټلي تحقیق یوه بېلګه
۴۵- په څېړنه کي د ښاغلي جهاني انتقادي روش
۴۶- ډیري تندي تش جامونه
۴۷- د سقاوي دورې په باب یوه لنډه یادونه
۴۸- د ښاغلي جهاني ژباړي، د بېوزلي پښتو دوامداره معاش
۴۹- د کندهار ولایت لنډه پېژندنه
۵۰- د پوهاند علامه رشاد هنري نثر
نور سبا له خیره....