ولسمشر غني د حامد کرزي په نړيوال هوایي ډګر کې د امنیتي کمرو نوی او پرمختللی سیستم پرانیست
ارګ وايي، چې د کمرو دغه نوی سيستم د المان هیواد په مرسته په پرمختللې بڼه جوړ شوی دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د امنیتي کمرو نوی سیستم د یاد هوایي ډګر د معیاري کېدو لپاره فوق العاده مهم او ستر ګام وباله او زیاته یې کړه، د یاد سیستم په فعالېدو سره به په حامد کرزي بین المللي هوایي ډګر کې د مساپرو ځان او مال او د الوتنو امنیت او خوندیتوب ته لا زیاته پاملرنه کېږي او د نشه یي توکو د قاچاق مخه به ونیول شي.