د پروان په باګرام کې، ۲۲ طالب ترهګر ووژل شوي

د پروان په باګرام کې، ۲۲ طالب ترهګر ووژل شوي


  • 4 کاله دمخه (31/10/2020)
  • خليل
  • 1317

افغان ځانګړو ځواکونو بیګا شپه د پروان ولایت په باګرام ولسوالۍ کې د یو لړ چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ طالب ترهګر ووژل او له لسو ډير یې ټپیان کړل.

د ځانګړو ځواکونو قومندان، چې دغه عملیات یې رهبري کول، وايې چې عملیات یې د باګرام ولسوالۍ په لسو کلیو کې ترسره کړي، چې ګڼ شمیر وسلې او مهمات یې هم ترلاسه کړي دي.

د یاد قومندان په خبره په وژل شوو کسانو کې، د طالب ترهګرو ۳ مهم قومندانان هم شامل دي، چې په اصل کې د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکي دي، خو باګرام ته د ترهګریزو بریدونو د پلان کولو په موخه راغلي وو.

د یادونې وړ ده، چې په دغو عملیاتو کې د سیمې خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی او افغان ځواکونه هم صحیح او سلامت خپلو مرکزونو ته ستانه شوي دي.