د لړم د مياشتې په دولسمه نېټه، د جهالت او پردي پالنې تورو سرتېرو، د افغانستان د پوهې او رڼا پر مرکز: کابل پوهنتون، قاتلانه او تروريستي يرغل وکړ.
د رسنیو له قوله د دغه يرغل په ترڅ کې د پوهنتون ۲۲ تنه ښځینه او نارینه زده کوونکي چې له روانې سياسي خيرنې لوبې سره يې هېڅ تړاو نه درلود، و وژل شول او نور زيات شمېر ټپيان شول.
که څه هم د اشرارو له خوا له پوهې او رڼا سره دښمني کومه نوې خبره نه ده : پرون يې د « مجاهد» په نامه ښوونځی سوځولې او ښوونکي يې وژل او نن د «طالب» او «داعش» په نوم د پوهنې او رڼا د خپرېدو مخه نيسي. ايديولوژي هم هغه پخوانۍ او هدفونه هم هغه زاړه هدفونه دي. خو د پوهنتون اوسنۍ پېښې د نورو تر څنگه دا دوه نکتې هم په ډاگه کړې چې لومړی : د افغانستان د خلکو د امن او آزادۍ دښمنان خپلو نا پاکو موخو ته د رسېدو له پاره اوس هم له ټولو نا پاکو او کرغېړنو وسيلو څخه گټه اخلي، او دوهم: د هېواد استخباراتي ځواکونه د دې جوگه نه دي چې د حادثې مخه تر پېښېدو مخکې ونیسي.
دغه دواړه نکتې خپل علتونه او لاملونه لري چې دلته پرې بحث خبره اوږدوي او ترې تېرېږو.
د افغانستان د تاریخ په اوسني خونړي فصل کې موږ نږدې هره ورځ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بې گناه خلکو د وژل کېدو او د هغوئ د مادي او معنوي شتمنيو د بربادۍ شاهدان يو . تر هرې دا ډول پېښې وروسته شهیدانو ته دوعاگانې کوو او د هېواد د اوسنيو زمام دارانو په مروجه اصطلاح د پېښو عاملین « په کلکو ټکو غندو » دولتي مشران مو باد په توره وهي او د دا ډول پېښو د مخنيوي غوړې وعدې ورکوي چې هېڅکله هم نه عملي کيږي . په دې ښاغلو کې يو يې هم دا غیرت او اخلاقي جرات نه لري چې لږ تر لږه له خپلې دندې څخه استعفا وکړي او خپل وجدان که لا ورته پاتې وي ، آرام کړي.
زموږ د هېواد بله ستونزه داده چې اصلي واک او اختيار د بهرنيو اهريمني ځواکونو په لاس کې دی.
همدغه ځواکونه دي چې غله ته وايي غلا کوه او کوروالا ته وايي ويښ اوسه. هم يې پر مېخ وهي او هم يې پر نعل. همدوئ دي چې زاړه تروريستان او د پرديو غلامان يې په کابل کې د دالرو په انډيو کښېنولي او د خپلو شومو او ناروا گټو لپاره يې کاروي . طالب او داعش يې پر يوه زنگانه ناست دی او د کابل دولتي اداره يې پر بل.
يوه خبره او کره خبره دا ده چې زموږ د هېواد ستونزې نه په دوعاگانو پای ته رسېږي او نه« په کلکو ټکو» د پېښو د عاملینو په غندنه . نه گاونډيو هېوادونو ته کنځلې زموږ د ستونزې د حل لاره ده او نه په خپل منځ کې نفاق او دښمني.
اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې د افغانستان ټول ملي، دیموکراتيک او هېوادپال ځواکونه چې لا د هېواد خپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا ، ملي گټو او په سوله کې گډ ژوند ته ژمن دي، له اوږده مرگني خوبه راويښ شي، له خپلو شخصي، حزبي، قومي او سمتي گټو تېر شي او په يوه ملي متحده جبهه کې د افغانستان د نجات او پايښت له پاره میدان ته را ووځي. « فصل کول پرېږدي، وصل کولو» ته مخه کړي.
د کابل پوهنتون د غمجنې تروريستي پېښې د معصومو شهیدانو ارواوې ښادې غواړم او زخميانو ته د بېړنۍ او بشپړې روغتيا په هيله ، د شهیدانو کورنيو او د پوهنتون زده کوونکو، استادانو او منسوبينو ته تسليت وايم.
بلې دې وې په هېواد کې د پوهې ډيوې.
مات دې وي هغه تور لاسونه چې گلان ريبي او څراغونه وژني .