نن شپه د سنرايزرز حيدرآباد او ډهلي کپيټلز لوبډلو ترمنځ دوهمه سيمې فاينل لوبه ترسره کېږي.
د نن شپې ګټونکې لوبډله به پايلوبې ته لار پيدا کوي او هلته به له ممبيي انډينز لوبډلې سره لوبه کوي.
دغه لوبه نن ماښام د افغانستان پر وخت ٦:٣٠ بجې ترسره کېږي.
بايد ياده شي، چې د اى پي اېل ليګ وروستۍ يا فاينل لوبه د روانې نومبر مياشتې په لسمه نېټه (سه شنبه) ترسره کېږي.