د ولسې جرګې غړي:امنیتې ادارې دې د ولس تېر ایستل پریدي.
د ولسي جرګې غړو په مرکز کابل او د هېواد په یو شمیر نورو ولایاتو کې په روان امنیتي وضیعت ژوره اندیښنه ښودلې او امنیتي ادارې یې پخپل کار کې پاتې بللي. دوی وایي دغه ادارې دې نور د ولس په سترګو کې خاورې نه شیندي او د شعار پر ځای دې عمل ته راودانګي. دوی د ننې غونډې په امتیازي ساعت کې وویل، امنیتي میثاق او د امنیت په برخه کې د حکومت ورته پلانونه بې ګټې دي او د هېواد په امنیت کې یې هیڅ بدلون نه دی راوستی. دوی همداشان په لومړي مرستیال امرالله صالح هم نيوکه وکړه، چې له څو اونیو راهیسې یې د کابل امنیت پرغاړه اخیستی خو هيڅ ډول لاسته راوړنه نلري او د کابل امنیت کې هيڅ راز بدلون نه دی راغلی.