ولسمشر غني د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره پر افغان سوله خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په دغو ټیلفوني خبرو کې افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د قطر د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني او د قطر امیر د خپلمنځي سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا هم وغږېدل.
ولسمشر غني د ناټو له سرمنشي ین ستولتنبرګ سره هم پر افغان سوله ټلیفونې خبرې درلودې.