امریکا غواړي له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي
امریکایي رسنۍ وایي ټرمپ غواړي له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي او ښایي په راتلونکو څو ورځو کې د سرتېرو د ایستلو کره نیټه په ګوته کړي. د امریکا ددفاع وزارت یو شمیر چارواکو هم رسنیو ته ویلي، چې یواځې د ټرمب امر ته په تمه دي. ویل کیږي ټرمپ له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د ایستلو فرمان صادر کړی، خو لا یې هم پنټاګون ته نه دی سپارلی. خو بل خوا بیا امریکایي سناتوران وایي له افغانستانه دسرتېرو وتل خورا له شرمه ډک کار دی. د امریکایي سناتورانو مشر مک کانل پر ټرمپ غږ کړی، چې له دغې پریکړې په شا شي.