عمران خان له افغان لوبغاړو سره څه وویل؟

عمران خان له افغان لوبغاړو سره څه وویل؟


  • 4 کاله دمخه (19/11/2020)
  • جعفر هاند
  • 1739

د پاکستان صدراعظم په کابل کې د افغانستان د کرکټ له لوبغاړو سره ولیدل. افغان لوبغاړو ورته په خپل لاس یو دستخط شوی بیټ هم ‌‌‌‌‌‌ډالۍ کړ. عمران خان چې کله افغان لوبغاړي ولیدل دوه درې ځل یې دا پوښتنه وکړه چې دا ټول پښتانه دي او پښتو خبرې کوي؟ د بور‌‌‌‌‌‌ډ یو چارواکي ورته ویلي: "هو. دوی پښتو غږېدای شي خو له بده مرغه تاسو ښاغلي په پښتو نه پوهېږی." ټولو میلمنو خندلي او عمران خان غلی شوی دی. تېرکال د پاکستان پخواني لوبغاړي شعیب اختر تور لګولی و چې د افغانستان د کرکټ ‌‌‌‌‌‌ډېر لوبغاړي د پاکستان پېژندپاڼې لري. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لوبو او سیریز خبره هم شوې ده. عمران خان  ویلي چې سیریز به وشي. د بور‌‌‌‌‌‌ډ مشرانو ته یې ویلي چې آیا د پاکستان د بور‌‌‌‌‌‌‌ډ له چارواکو سره په تماس یاست؟ ځينې نورې خبرې هم شوې.  

عمران خان ته د بیټ ورکول ښه نیت و، خو نپوهېږم ولې زه داسې فکر کوم چې زموږ ملي لوبغاړي باید داسې ناست نه وای. باید د ارګ د تشریفاتو او پروتوګول د برخو مسولینو دوی ته څوکۍ اېښي وای د ناستې موزون ځای یې جوړ کړی وای.  د ځينو لوبغاړو د مخ تاثرات هم داسې راته ښکاره شو چې تر تاثیر لاندې ښکاري. ملي لوبغاړي زموږ ملي استازي او سفیران دي او باید لږ تر لږه دا وپوهول شي چې په داسې ځایونو او داسې اشخاصو سره د ملاقات پر مهال ویاړلی، با دبدبه او اغیزناک ودرېږي/واوسي. شاید زما درک غلط وي. عمران خان ته د بټ ورکول هم هر ‌‌‌‌‌‌ډول تعبیر کېدای شي؛ ساده تعبیر یې ښه نیت بللی شو. کرکټ افغانستان کې د سولي سمبول دی او دا عمران خان ته ورکړل شو چې کابل له اسلام اباده هم همداسې ښه نیت غواړي؛ سوله. د اصغر افغان تر څنګ د امرالله صالح موجودیت هم داسې تعبیر کېدای شي چې افغانستان د پاکستان په وړاندې د سیاست او لوبې اشخاص لري. په هر حال، زه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرکټ د لوبو مخالف نه یم. د پاکستان ټيم دې کابل او د افغانستان ټيم دې لاهور ته د لوبو لپاره ولاړ شي. هم تفریح، هم سیاست، هم دپلوماسۍ، هم اقتصاد، هم ښه همسایه توب او ‌‌‌‌‌‌هم ډېر نور څه  ....

دا معلومات د کرکټ بورد د یو مسول خبرې دي چې مجلس کې و.