دوحه کې د حکومت مرکچي ټیم وایي چې له طالبانو سره د مذاکراتو په طرزالعمل په ټولو ۲۱مادو توافق ته رسیدلي، خو په وینا یې چې دا مسوده لا د عملي کیدو نه ده.
د ټیم ویاند نادر نادري پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «له مقدمې پرته په ټولو ۲۱مادو توافق شوی، خو دا چې مقدمه "سریزه" زیات بحث ته اړتیا لري نو د نومبر په ۱۷مه نیټه مو د کوربه هیواد په حضور کې پریکړه وکړه چې طرزالعمل به عمومي غونډې ته اوروو او یواځې د دواړو هیئتونو تر لاسلیک وروسته به د تعمیل وړ وي»
نادري ټینګار کوي، چې دوی د مقدمې په هکله خپل رسمي وضاحت مقابل لوري ته وړاندې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي، له مقابل لوري سره په طرزالعمل ۱۳ورځې وړاندې توافق ته رسیدلي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو تر منځ د بين الافغاني مذاکراتو طرز العمل د ۲۰۲۰د نومبر مياشتې په ۱۵ نېټه په ۲۱ مادو کې تکمیل او نهايي شوی دی»
طالب ویاند وایي چې نوموړی طرز العمل د کوربه هېواد "قطر" په حضور کې د ۲۰۲۰ د نومبر مياشتې په ۱۷ نېټه ولوستل شو.
ډاکټر نعیم وردګ زیاتوي، د دواړو مذاکراتي خواوو له تاييد وروسته يوه نسخه کوربه هیواد ته چې تسهیلوونکی "آسانچاری" رول هم لري؛ ور کړل شوه.
طالبانو هم نه دي ویلي، چې آیا د طرزالعمل هوکړه دواړو لوریو لاسلیک کړې ده او کنه.