ناپيژنده وسله والو کابل کې یو څارنوال وواژه

ناپيژنده وسله والو کابل کې یو څارنوال وواژه


  • 4 کاله دمخه (06/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1069

 

په کابل ښار کې یو څارنوال د وسله والو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

ځایي اوسېدونکي وایي، نن سهار د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند (ده عربانو) سیمه کې یو څارنوال چې دندې ته روان و ، د ناڅرګندو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

د افغانستان لویې څارنوالۍ تایید کړې او ویلي یې دي چې،نن د نظامي څارنوالۍ یو څارنوال پامیر فیضان د کابل ښار پنځمه ناحیه کې یو وسله وال برید کې وژل شوی دی، ددغه برید مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخیستی.