غني: د هرات خواف ریل پټلۍ د ترانسپورټ ارزانه او مهمه لار ده

غني: د هرات خواف ریل پټلۍ د ترانسپورټ ارزانه او مهمه لار ده


  • 4 کاله دمخه (10/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1288

ولسمشر محمد اشرف غني نن د هرات-خواف ریل پټلۍ پرانیستې په مراسمو کې وویل د اوسپنې پټلۍ په اسیا کې د ټرانسپورټ تر ټولو ارزانه، ګټوره او مهمه لاره ده.

ولسمشر غني زیاته کړه، په پام کې ده چې نږدې راتلونکې کې د کندز-مزار، کندهار-کابل او کابل-تورخم د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو هم کار پیل شي.

ولسمشر دغه راز وویل، له دې لارې له افغانستان څخه سوداګریز توکي اروپايي هیوادونو ته رسیږي او په خبره یې، هرات-خواف ریل لار د اسیا لویې وچې د ترانسپورټ لپاره تر ټولو ارزانه، اسانه او ارزښتناکه لار ده چې له دې وروسته به د افغان او ایراني سوداګرو لپاره خورا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.