کندهار کې د بابو بند رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.

کندهار کې د بابو بند رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.


  • 4 کاله دمخه (15/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1267

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزرات په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د بابو بند رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.

 

خبر پاڼه کې همدا راز راغلي، چې ددې بند رغنیزې چارې تېر کال د جوزا (غبرګولي)  په میاشت کې د اته میلیونه، ۴۳۶ زره او ۸۷ افغانیو په لګښت د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې پیل شوې وې.

د یاد ولایت د کرنې رئیس حفیظ الله سیدي وایي، چې دغه بند د ۱۲۶ متر مکعب اوبو وړتیا لري او په جوړېدو سره یې څه باندې لس زره جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راغلي دي.

 

د کندهار د کرنې رئیس همدارنګه زیاتوي، چې په وروستيو دوو کلونو کې د ارغستان ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې داوبو لګولو ۸۳ لويې او وړې پروژې پلي کړي دي.